د لاس رسي وړ اتصالات

ارمنستان له آذربایجان سره د اوربند خبر ورکړ


له دوه ورځنیو نښتو وروسته، یو جګپوړي ارمنستاني چارواکي د چهار شنبې ناوخته سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۳) وویل له آذربایجان سره یې په اوربند هوکړه کړې ده.

له دې اوربند مخکې، ارمنستان اعلان کړی وو چې آذري ځواکونو د هغه هیواد ۱۰ کیلومتره مربع ځمکه د سرحدي‌ نښتو پرمهال چې د دواړو طرفونو په لس ګونه سرتیري هم پکې وژل شوي، نیولې ده.

ارمنستان او آذربایجان چې د یو بل پخواني دښمنان دي، دوه ځله په ۲۰۲۰ او ۱۹۹۰ کال کې د قره باغ سیمې د مالکیت پر سر د جنجال له امله په جګړه اوښتي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې د دواړو هیوادونو جګړه شپږو اونیو ته وغځیدله چې له امله یې ۶۵۰۰ کسان ووژل شول خو د روسیې په منځګړیتوب د سولې د توافق په ترلاسه کیدو سره پای ته ورسیده.

په قره باغ کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو د ځای پرځای کیدو او د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د سولې د توافق سره سره، اوس هم په دې سیمه کې وضعیت کړکیچن دی. دواړه لوري یو بل د جګړې په پیل کولو تورنوي.

خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د چهار شنب په ورځ ارمنستان د جګړو په پیل تورن کړ او ادعا یې وکړه چې ارمنستان د روسیې په منځګړیتوب د سولې توافق مات کړی دی.

ښاغلي اردوغان په یوې عمومي غونډې کې وویل چې دا وضعیت د تړون د ماتولو له کبله رامنځ ته شوی چې په خبره یې" له شک پرته به د ارمنستان لپاره، چې د تړون شرایط پوره نکړل او دوامداره یې تهاجمي چلند کاوه، عواقب لري".

په همدې حال کې د امریکا د قانون جوړوونکو یوې ډلې (د ارمسنتان جرګه ګۍ) په ارمنستان باندې د اذربایجان غیر «موجه بریدونه» غندلي او له امریکا څخه یې غوښتي چې په اذربایجان باندې یې مالي مرستې بندې کړي.

د دواړو خواو ترمنځ دا تازه جګړه د سه شنبې په ماښام شوې ده. ارمنستان وايي چې د اذربایجان په بریدونو کې یې څه باندې ۱۰۰ سرتېري وژل شوي او اذربایجان هم د ۵۰ کسان وژل کېدل تائید کړي دي. راپورونه وايي چې د دوی ترمنځ لا هم ډزې روانې او شاید د مړو شمېر نور هم زیات شي.

ددې راپور په جوړیدو کې د رویټرز خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG