د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د وژل شوې زده کوونکې خور وايي له زدکړو لاس نه اخلي


آسیه اصغري د خپلې وژل شوې خور، ام البنین، قبر ته تللې
آسیه اصغري د خپلې وژل شوې خور، ام البنین، قبر ته تللې

د کابل په کاج خصوصي ښوونیز مرکز کې د یوې وژل شوې زده کوونکې خور وایې چې هیڅکله به زده کړې پرینږدي.

آسیه اصغري د خپلې وژل شوې خور، ام البنین، قبر ته تللې وه او ویې ویل چې دا ورته ډېره سخته ده چې ټول ښوونځي د نجونو لپاره تړل شوي دي.

هغې وویل: " یوه بدمرغه پیښه وه، نه یوازې ام البنین بلکې سمیرا، زهرا او د طاهر او نور چې ټول زمونږ د کورنۍ د غړو په شان وو، ووژل شول. دا ډېره دردوونکې ده، خو مونږ به زده کړې نه پریږدو او هیڅکله به ترې لاسه وانخلو."

ام البنین په کابل کې د ښوونې او روزنې په یوه انستیتیوت کې د خپلو هیلو د پوره کېدو په نیت د ازمایښتي ازموینې ورکولو پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه. د نوموړې پلار حاجي میر احمد وایې، لور یې لوړې هیلې درلودې.

حاجي میر احمد وویل: "لور به مې راسره ټوکې کولې او ویل به یې چې زه به تر هغه زده کړې کوم تر څو چې یوه ورځ ولسمشره یا حقوقپوهه شم او افغانانو ته خدمت وکړم. خو هغه شهیده شوه، او شاید دا د خدای رضا وه، زه به نور څه ووایم."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کابل په ګډون په ډیرو ولایتونو کې د نجونو منځني ښوونځي تړل شوي دي.

طالب مشران د مارچ په میاشت کې د ټولو ښوونځیو د پرانستلو له ژمنې څخه په شا شول. خو ځینو خصوصي ښوونیزو مرکزونو سره له دې چې د ډیرو محدودیتونو او مخ په زیاتیدونکو اقتصادي ننګونو سره مخ دي، هغو نجونو ته زمینه برابره کړې چې غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او پوهنتونونو ته د تللو فرصت ترلاسه کړي. په دغه لاره کې د وژل شوې پیغلې ام البنین پلار پر نړیوالو د مرستې غږ کوي.

هغه وویل: "زه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چې د طالبانو له حکومت سره د افغانانو د امنیت په تامین کې همکاري وکړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وایې چې په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. د طالبانو امنیتي چارواکو د ۱۹ تنو وژل کېدل او د ۲۷ نورو ټپي کیدل تایید کړي دي.

طالبانو دغه برید غندلی او وايي چې عاملین به یې پیدا کړي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري. د دغې چاودنې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې. خو د دا ډول بریدونو پړه پخوا داعش پر غاړه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG