د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: روسیه او اوکراین باید خبرو ته ستانه شي 


د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین باید په اوکراین کې د سولې د تامین په اړه د بحث لپاره د خبرو میز ته راستون شي.

ښاغلي مکرون همدارنګه زیاته کړه چې کیف هم باید بالاخره له روسیې سره مذاکره وکړي.

امانویل مکرون د فرانسې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې پوتین باید لومړی جګړه ودروي، د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او د خبرو میز ته ستون شي.

د فرانسې ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که اوکراین د کریمیې سیمې د بیا نیولو لپاره اقدام وکړي، هغه به له کیف څخه ملاتړ وکړي؟ وویل:" په داسې حال کې چې جګړه دوام کوي، دواړه روسیه او اوکراین باید په نهایت کې له یو بل سره مذاکره وکړي."

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیه ټاپو په خپله خاوره یوځای کړی خو د مسکو دا اقدام په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوی ندی.

اوکراین تل له پوتین سره مذاکره رد کړې ده اما مکرون وایي چې د کیف دا موقف به بدل شي.

په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین د مقاومت د ماتې لپاره هوایي بریدونه زیات کړي دي، مکرون وویل چې هیواد به یې اوکراین ته د دافع هوا سیستمونه ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د روسیې له بریدونو څخه به د حفاظت په خاطر اوکراینیانو ته سیستمونه، رادارونه او مزایلونه ورکړل شي.

خو له دې سره سره د فرانسې ولسمشر ومنله چې هیواد یې ندی توانیدلی د اوکراین له غوښتنو سره سم، له هغه هیواد سره نظامي مرستې وکړي.

هغه زیاه کړه:" اړ یم چې یو شمیر هغوی د ځان لپاره وساتو څو له ځان او د ناټو له شرقي جبهې دفاع وکړو."

XS
SM
MD
LG