د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر ۴۷سلنه زیات شوی ـ راپور


د ماشومانو د ساتنې سازمان یا (Save the Children) وايي، په افغانستان کې د فقر او لوږې د زیاتوالي سره هم مهاله، په دغه هیواد کې په خوار ځواکۍ اخته ماشومانو شمېر نژدې ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم نهمه) په یو راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا تر دامهاله، په خوراځواکۍ اخته ماشومان چې د دغه سازمان روغتیايي مرکزونو یې ته مراجعه کړې ده، ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد سازمان په وینا د دغه هیواد په ځينو برخو کې یو شمېر نوو زېږېدلو ماشومان تر هڅه درملنې مخکې مړه شوي دي.

په راپور کې راغلي دي: "په وروستیو میاشتو کې د خوارځواکۍ درملنې خدماتو وړاندې کولو په اړه غوښتنې زیاتې شوي دي،ځکه چې په افغانستان کې کورنۍ د بترینې لوږې له بحران سره مبارزه کوي."

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د دغه سازمان ۵۷ ګرځندویه روغتیايي ټېمونو په خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۲۵۰۰ ماشومان بستر او درملنه یې کړې ده.، په داسې حال کې چې د دغه کال په سپټمبر میاشت کې په خوارځواکۍ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲۷۰ تنو ته زیات شوی دی.

د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي چې وچکالي او د افغانستان د اقتصاد پاشل کېدل په دغه هیواد کې د بشري بحران زیاتوالي سبب شوي دي او په لیري پرتو سیمو کې خلک د خوراکي موادو پېدا کېدو لپاره مجبور شوي خپل څاروي او ځمکې وپلوري.

په راپور کې راغلي: "بشردوستانه بنسټونو په زیاته اندازه حیاتي بشري مرستې چمتو کړي،خو اړتیا دومره زیاته ده چې د افغانستان د وګړو ۵۰ سلنه اوس هم له سختې لوږې سره مخ دي او شپږ میلیون ماشومان او لویان چې د نفوس یوه پر اتمه برخه جوړوي له قحطۍ څخه یو قدم لیري دي."

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان رئیس کریس نیامندي ویلي دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ له امله د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي مخه ونیسي.

هغه د افغانستان بشري وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د مشرانو پر نه پاملرنې انتقاد کړی او زیاته کړې ده چې که چیري نړیواله ټولنه د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پاملرنه ونکړي، په دغه هیواد کې به زیات شمېر ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) ویلي و چې یوازې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې په سختې خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۵۰زره ماشومان بستر شوي دي.

د یونیسف د خوارځواکۍ د برخې مسؤل میلاني ګالوین د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې په جنوبي ولایتونو کې په خوراځواکۍ اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG