د لاس رسي وړ اتصالات

کډواله او بې روزګاره شوې افغان خبریاله وايي د تیر ژوند یادونه یې کړوي


مينه اکبري، افغان خبریاله
مينه اکبري، افغان خبریاله

مينه اکبري په افغانستان کې د تلویزیون خبریاله وه او اوس په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي، وايي، خپل تیر ثبت شوي پروګرامونه ګوري او ورته ځوریږي.

دا ۲۲ کلنه مېرمن وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه، وېره یې احساس کړه او د کډوالۍ لار یې خپله کړه.

د هغې په څېر په سلګونو نور افغان خبریالان هم په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې دندې له لاسه ورکړي او له هېواده وتلي دي.

مینه اکبري اوس دا ۹ مياشتې کيږي چې په پاکستان کې ژوند کوي. وايي، ژوند یې ډير اغيزمن شوى، له ګڼو ننګونو سره مخ ده، او د ژور خپګان دپاره د رواني درملو خوړلو ته مجبوره شوې ده.

هغې امریکا غږ ته وویل: "افغان ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي... خپلو تیرو خپرونو ته په کتلو او زما اوسني وضعیت ته په کتلو سره، زه د رواني ستونزو سره مخ شوم او د رواني درملو له لارې بیرته خپل حالت ته راغلم."

مينه اکبري وايي چې د نورو ستونزو تر څنګ پاکستان ته یي د کډوالۍ یو لامل د طالبانو ګواښونه هم وو.

هغې وویل: "که څه هم دنده مې له لاسه ورکړې وه خو بیا هم ژوند مې ښه و، خو هلته د طالبانو لخوا وګواښل شوم."

د مينې اکبري ورور نور الله اکبري، چې هغه هم په رسنيو کې کار کاوه او اوس پاکستان ته کډه شوى، وايي چې د خپلو راپورونو له امله، د طالبانو له خوا نیول شوی او وهل شوی دی.

هغه وویل: "ما د ښځو د مظاهرو په اړه راپور چمتو کاوه، نو د طالبانو لخوا ونیول شوم او څو واره ووهل شوم نو ځکه مې ډار محسوس کړ او له هیواده ووتلم."

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل تازه راپور کې د بې سرحده خبریالانو (RFS) د موندنو په حواله ویلي چې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې افغانستان خپل شاوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ او ۶۰ سلنه خبریالان له لاسه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG