د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د پوځ جګپوړي چارواکي د هیواد په سیاست کې لاس وهي


د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د هیواد جمهور رئیس عارف علوي ته په یو لیک کې لیکلي چې د نظامي استخباراتو د مشر په ګډون د پوځ جګپوړي چارواکي په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي او د تحقیقاتو غوښتنه یې ترې کړې.

پدې لیک کې چې د تحریک انصاف ګوند غړیو دوشنبه نومبر ۷ (لړم۱۶) خپور کړی عمران خان یو ځل بیا ادعا کړې چې صدراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله او د نظامي استخباراتو (آی اس آی) جګپوړو چارواکو په هغه باندې د تیرې اوونۍ د برید کولو طرحه جوړه کړې وه.

پدې لیک کې عمران خان ادعا کړې چې د آی اس آی دننه ورته معلومات ورکړل شوي چې د تررور لپاره یې دسیسه جوړیده خو د خپلې دې ادعا لپاره هیڅ کوم ثبوت ندی وړاندې کړی.

د تحریک انصاف ګوند مشر د آی اس آی په مشر ډګر جنرال ندیم انجم او د دې ادارې د عامه اړیکو مشر ډګر جنرال بابر افتخار انتقاد کړی چې تیره میاشت یې د ده پر ضد په ملي ټلویزیون کې په خبري کنفرانس کې څرګندونې کړي.

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل و چې د نظامي استخباراتو یو مشر په رسمي توګه خبریالانو سره خبرې وکړلې.

ښاغلي خان پدې لیک کې ویلي چې "د دوو پوښتنو په هکله باید پلټنې وشي. یوه دا چې څنګه د هیواد د استخباراتو د ادراې مشر په عامه توګه خبري کنفرانس کوي او دویمه دا چې څنګه دوه نظامي بیوروکراټان په لوړه کچه سیاسي خبري کفرانس کوي او تر ټولو د ستر فدرالي سیاسي ګوند مشر هدف ګرځوي"؟

عمران خان د جمهور رئیس څخه غوښتي چې د هیواد تر ټولو د ستر دولتي مقام په توګه په هیواد کې د واک څخه د ناوړې ګټې اخیستو او اساسي قانون څخه د سرغړاونو مخه دې ونیسي.

د تحریک انصاف ګوند مشر همدرانګه د نظامي استخباراتو د عامه اړیکو په دفتر انتقاد کړی چې د سیاسي مشرانو پر ضد بیانیې ورکوي او دا غوښتنه یې هم کړې چې دې ادارې ته دې حد وټاکل شي چې یوازې د دفاعي او نظامي موضوعاتو په هکله معلومات ورکاندي.

د پاکستان د جمهور رئیس دفتر او پوځ تر اوسه د عمران خان لیک ته ځواب ندی ویلی خو تر دې وړاندې پوځ او حکومت هغه تورونه رد کړي و چې ګواکې پدې پخواني صدراعظم برید کې یې لاس درلود.

په همدې حال کې د پاکستان یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي د عمران خان د لیک هدف د سیاسي ګټو لپاره شوی او د حقایقو او ارقامو بڼه پکې بدله شوې.

دې چارواکي د ښاغلي خان څخه غوښتي چې د بې بنسټه تور لګولو او غیر مسؤلانه بیانیو څخه دې تیر شي.

د پاکستان دې پخواني صدراعظم چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د پارلمان لخوا د عدم اعتماد په رای ګیرۍ کې بې واکه شو، پلان لري چې پایتخت اسلام آباد ته "اوږد لاریون" وکړي تر څو په مرکزي حکومت فشار راوړي چې د ټاکلي نیټې څخه وړاندې انتخابات وکړي.

عمران خان ویلي چې تر رغیدو وروسته به خپل لاریون ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG