په افغانستان کې یو شمېر معترضو مېرمنو د "عدالت غوښتنې لپاره ۱۰۰ فریادونه" په نوم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ګډ لیک استولی دی.
دغو ښځو نن دوشنبه نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او په کې ویل شوي دي چې دا لیکونه د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو د ژوند او کړاو لنډ مستند روایت دی.
په اعلامیې کې راغلي دي: "دا ۱۰۰ لیکونه په اصل کې رنځ لیکونه دي چې په تېر یو کال کې د ښځو په تر ټولو ضد او مستبد حاکمیت کې د ځپنې، خپګان، محرومیت، مایوسیت او نا امیدۍ تجربې په کې دي.»
اعلامیه وايي چې دا ۱۰۰ لیکونه د ۱۰۰ ښځو دي چې د طالبانو په حاکمیت کې د خپل بد وضعیت او بدو شرایطو په اړه یې په خپلو قلمونو لیکلي دي.
د معترضو ښځو د غورځنګ یوه غړې لیلی بسیم وايي چې د دغو ۱۰۰ لیکونو محتوا او منځپانګه د طالبانو په حاکمیت کې د ښځو هدفي وژنې، سنګسار کول، په دورو وهل، جنسي تجاوز، شکنجه، نیول، د کم عمر نجونو اجباري واده کول، بد چلند، تحقیر او توهین، د نجونو د ښوونځیو تړل، د پارکونو او ورزشخانو تړل او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي.
نوموړې وویل چې په دغو لیکونو کې هېڅ ډول مداخله او تصرف نه دی شوی او همداسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته استول شوي چې لوی هدف یې دا دی چې باید د امنیت شورا د افغان ښځو وضعیت ته عاجله رسیدګي وکړي.
افغانې معترضې مېرمنې داسې مهال د امنیت شورا ته دا لیک استوي چې طالبان ورځ تر بلې د ښځو د ازادۍ کړۍ تنګوي.
طالبانو تر شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي او له یوې مشخصې استثنا پرته یې ښځې له سیاسي، اقتصادي او اجتماعي مشارکت څخه بندې کړي او په کورونو یې کښېنولي دي.
د طالبانو په تازه فرمان کې ښځې پارکونو او ښځینه حمامونو ته له ورتګ څخه هم بندې شوې دي. د ښځو د حقونو مدافعان وايي چې طالبانو د ښځو ضد پالیسو له لارې د ښځو ازادي سلبوي.
د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې له ښځو سره د طالبانو روان چال چلند په افغانستان کې د بې ثباتۍ او فقر لامل کېږي.
تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په سیستماتیک ډول هدف کېږي او باید په ښځو باندې لګول شوي محدودیتونه لېرې شي.