د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د شنبې په ورځ په افغانستان کې تعلیمي کال پیل شو، خو نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ښوونځیو ته ولاړې شي. د بشري حقونو څار سازمان دا د نجونو او نړۍ لپاره یوه غمجنه ورځ بللې. د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله، کاملا هریس، افریقا ته سفر کوي. د میرمن هریس دفتر وايي چې د سفر موخه د ملګرتیاوو پیاوړتیا، امنیتي او اقتصادي همکارۍ ده. او افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په یوې نړیوالې سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه. افغان لوبغاړي وایي د دې پړاو دوه نورې لوبې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې کیږي.
برخه
-
تله ۰۵, ۱۴۰۳
افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو تازه بحثونه - اشنا
-
تله ۰۴, ۱۴۰۳
د ملګرو ملتونو غونډې ته د بایډن وینا - اشنا