د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پولیسو په مرکز برید کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي 


د خېبر ضلعې په باړه کې ځانمرګي بریدونه شوي
د خېبر ضلعې په باړه کې ځانمرګي بریدونه شوي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په قبائیلي سیمه باړه کې د پولیسو په مرکز ځانمرګی برید شوی، د پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي

عیني شاهدانو د امریکاغږ ډیوه رادیو ته ویلي چې دوو ځانمرګو بریدګرو لومړی ډزې وکړې او بیا یې د محلي ادارې او د پولیسو د مرکز د ودانۍ دروازې مخ ته ځانونه په چاودیدونکو توکو والوزول.

د ځايي پوليسو په وينا، له ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او خځلو څخه د جسدونو د را ايستلو لپاره د ژغورنې عمليات روان دي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ځايي رسنیو ته ویلي، چې دواړه ځانمرګي بریدګر له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د ژغورنې عملیاتو ویاند بلاله احمد فيضي د څلورو تنو وژنه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې زیات شمیر ټپيان د پيښور ليډي ريډنګ روغتون ته لیږدول شوي دي.

دا په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ څلورمه پېښه ده چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

يو پوليس چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې د چاودنو له امله د پولیسو د ماموریت ودانۍ نړیدلې ده او شاوخوا نورو ودانیو ته هم تاوان رسیدلی دی.

ددې پیښې وروسته د باړې بازار تړل شوی دی. د پولیسو مشر ویلي دي چې په ټوله سیمه کې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د پاکستاني مقاماتو په وینا، په روان کال کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې امنیتي ځواکونه دي.

په تازه پېښې کې د جولای په ۱۲ د بلوچستان ایالات د ژوب په سیمه کې په یو برید کې د پاکستان د پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي و.

په باړه کې د ننني برید مسولیت تراوسه کوم کس او یا ډلې پر غاړه ندی اخیستی، خو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د یو شمیر وروستیو بریدونو پړه د تحریک طالبان پاکستان او د تحریک جهاد پاکستان په نوم وسله والو ډلو اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG