د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: طالبان که نړۍ سره د اړیکو ټینګول غواړي د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي 


د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، د طالبانو او د نړیوالو تر منځ د اړيکو د ټينګېدو لاره د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ښځو حقونو ته په درناوي پورې تړلې ده.

ښاغلي بلینکن د سه شنبې په ورځ، د اګست ۱۵مه (زمري ۲۴مه) په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلنو پوره کیدو سره، په یو خبري کنفرانس کې وویل: "طالبان به د یو شمېر ژمنو د نه عملي کولو په ځانګړې توګه د بشري حقونو‌ په برخه کې حساب ورکوي.... له طالبانو سره د نړۍ د هېوادونو د عادي اړیکو لاره به تر هغه بنده وي چې د نورو مسلو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د ښځو حقونه د افغانستان یوه داخلي مسله ده او په امریکا پورې اړه نه لري. نوموړي دغه راز له امريکا وغوښتل، چې افغانستان ته راشي او د دغه هېواد په بيارغونه کې ونډه واخلي.

بلینکن دا هم وویل چې له افغانستان څخه د وتلو پریکړه ډیره ستونزمنه، خو سمه وه. هغه وویل:"موږ د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. په تیرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکا یو بل ځوان نسل به افغانستان ته د جګړې او وژل کېدو لپاره نه ځي. "

په ورته وخت کې په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کیدو په مناسبت د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایک مک کال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه وکړه او د دې کار پړه یې د ولسمشر جو بایډن پر حکومت واچوله.

نوموړي د سه شنبې په ورځ د اګست ۱۵مه (زمري۲۴مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې له افغانستان څخه د وتلو د پایلو په اړه د "پوځي مشرانو مشورې او د ډپلوماټانو د جدي ګواښونو" له پامه غورځول د دغه "ناورین" لامل شوی دی.

په یادې اعلامیې کې دغه امریکايي قانون جوړونکي ویلي دي چې له افغانستان څخه وتل او د زرو امریکايي اتباعو او همدا راز د سل زره افغان همکارانو پرځای پريښودل، زموږ اخلاقي ځواک کمزوری کړی او دغه کار د روسیې، چین او ایران په څېر دښمنانو زړه ور کړي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د افغانستان له خلکو سره د متحده ایالاتو "دوامداره ژمنه" پرځای ده او په تیرو دوو کلونو له افغانستان څخه ټول امریکایي اتباع (شاوخوا ۹۰۰تنه ) چې غوښتل یې ووځي، له هغه هیواده بهر ایستل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۳۱مې څخه د روان کال د اګست تر لومړۍ نیټې پورې، نږدې ۳۴ زره هغو افغانانو ته چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له امریکا متحدو ایالتونو سره همکاري کړې ده، امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې صادر شوي دي.

ښاغلي بلینکن همدا راز وویل، چې له افغانستان څخه د امریکا د بشپړ وتلو سره سره، متحدو ایالتونو په تیرو دوو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې د مخکښ په توګه، لږ تر لږه ۱.۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG