د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د ایران لخوا د پنځو امریکایانو خوشې کیدو معامله په سم لوري روانه ده


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار دا ونه ویل چې دا امریکایان به څه وخت راخوشې شي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار دا ونه ویل چې دا امریکایان به څه وخت راخوشې شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي د ایران سره هغه معامله په سم لوري روانه ده چې له مخې به یې پدې هیواد کې پنځه بندي امریکایي اتباع بالاخره راخوشې او هیواد ته راستانه شي.

جیک سلیوان سه شنبه اګست ۲۲ (زمري۳۱) په یو خبري کفرانس کې دا ونه ویل چې د ایران حکومت به دا امریکایي اتباع څه وخت خوشې کوي.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي امنیتي چارواکي د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا په ګمان ټول بهیر د هغې موافقې سره سم روان دی چې د ایران سره شویده خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ددې امریکایانو د خوشې کیدو لپاره د ورستۍ نیټې په هکله لا معلومات نلري.

هغه زیاته کړه، " زه کوم ځانګړی مهال ویش نلرم چې تاسو ته یې ووایم ځکه ځیني اقدامات لا شته چې باید وشي. خو زه ګمان کوم چې هر څه تر دي دمه په سم لوري روان دي."

د ایران اسلامي جمهوریت د متحده ایالاتو سره د یوې معاملې له مخې منلې وه چې په جنوبي کوریا کې د تهران ۶ ملیارده کنګل شوې شتمنۍ خوشې کیدو په بدل کې به پنځه امریکایي اتباع چې پدې هیواد کې بندیان دي آزاد کړي.

ایران د همدې روانې اګست میاشتې په لسمې نیټې څلور بندي امریکایي اتباع د زندان څخه خوشې کړل او په کورونو کې نظر بند کړل او پنځم امریکایي یې وار د مخه خوشې کړی و چې هغه هم په کور کې نظر بند و.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي څخه وړاندې ایران ویلي و چې د امریکا سره د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړیدل ښایي دوه میاشتې وخت ونیسي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني تیره ورځ په خبري کنفرانس کې د نور جزیاتو ورکولو پرته وویل چې د دې بهیر بشپړیدل به دوه میاشتې وخت ونیسي.

ښاغلي کنعاني زیاته کړه، " اړوندو چارواکو یې ځانګړې موده اعلان کړې او د دې بهیر بشپړیدل به حد اکثری دوه میاشتې وخت ونیسي".

تهران او واشنګټن موافقه کړې وه چې د یو بل پنځه بندیان به خوشې. د دې تر څنګ متحده ایالاتو منلې وه چې د ایران ۶ ملیادره ډالره شتمني چې په جنوبي کوریا کې بنده وه، خوشې کوي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) پنجشنبې د اګست میاشتې په لسمې نیټې په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي په حواله خبر ورکړی و چې د دغه هېواد له اوین زندان څخه امریکايي بندیان خوشي شوي دي.

د ایرنا د خبر په بنسټ:"دغه هوکړه د یو دریم هیواد په منځګړیتوب او د یوې موافقې په چوکاټ کې ترسره شوې، ترڅو دواړه لوري په متقابل ډول پنځه تنه بندیان خوشې کړي."

په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې کوم هیواد په دې برخه کې منځګړیتوب کړی دی.

د ایران د چارو څارونکي وايي، د ایران حکومت غواړي د نورو هېوادونو د اتباعو په تېره بیا د دوه ګوني تابعیت لرونکو په نیولو سره له نورو هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې ګټه واخلي.

د متحده ایالاتو په ګډون ډیری لویدیځو هیوادونو په پرله پسې توګه د دوه ګونی تابعیت لرونکو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران ته سفر له خطر سره مل دی او له دوی یې غوښتي چې دغه هېواد کې هان د خپلو کورنۍ لیدنې لپاره، ځان دي په خطر کې نه اچوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG