د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخ ته ځانمرګی برید شوی


د ترکیې د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې یو ځانمرګي د دغه وزارت په مخکې ځان الوځولی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د یکشنبې په ورځ اکتوبراول( تلې نهم) د ایکس په ټولنیره شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د سهار ۹:۳۰ بجې دوه تروریستان د یو موټر په وسیله د کورنیو چارو وزارت ته ورغلي و او یو تن یې ددغه وزارت د عمومي امنیت د ادارې د دروازې په مخ کې ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي دي، چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

ښاغلي یرلیکایا لیکلي: "یو تروریست ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه اود بل تروریست برید شنډ شو."

تراوسه په دغه برید کې د پیښې شوې مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په دغه لنډ پیغام کې په دې پیښه کې ټپي شویو امنیتي ساتوونکو ته د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

ښاغلي یرلیکایا لیکلي:" زمونږ قهرمانانو ته د عجلې روغتیا هیله کوم. زمونږ مبارزه به د وروستي تروریست د شنډولو پورې دوام ولري".

د ترکیې دولتي اژانس اناتولې د راپور له مخې د انقرې عمومي څارنوالۍ ددې تروریستي برید په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د رپوټونو له مخې ددغې چاودنې وروسته د ترکیې ځانګړو پولیسو په سیمه کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

ترکیې رسنیو د راپور له مخې د ځانګړو عملیاتو پولیس سیمې ته استول شوي دي اود اطفایې او روغتیا ټیمونه هم د برید په سیمه کې ځای په ځای شوي دي.

تراوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG