د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د غزې له خلکو سره ۱۰۰ میلیونه ډالره بشري مرستې کوي


د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له امله د غزې تړانګې بې ځایه شویو خلکو ته بشري مرستې.
د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له امله د غزې تړانګې بې ځایه شویو خلکو ته بشري مرستې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل، چې د غزې له خلکو سره به ۱۰۰ میلیونه ډالره بشري مرستې وکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي،‌ چې د بیړنیو مرستو په ګډون، دغه مرستې د غزې په تړانګه کې د هغو یو میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو لپاره دي، چې د جګړه ځپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې په دغو بشري مرستو کې د څښاک پاکې اوبه، خواړه، درمل، حفظ الصحې او روغتیايي خدمات شامل دي.

د امریکا متحده ایالتونو دغه مرستې پداسې حال کې اعلانوي،‌ چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې۲۷) د غزې تړانګې له ملکي وګړو سره د ۵۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

نوموړې چې منځني ختیځ ته په سفر تللې ده، له خپل اردني سیال، ایمان سفادي سره په یوې ګډې خبرې ناستې کې وویل: "زموږ پیغام واضح دی. موږ بې ګناه فلسطیني میندې، پلرونه او ماشومان یوازې نه پرېږدو."

همداراز، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا هېواد به یوه طبي ډله هم د غزې تړانګې ته استوي.

د روان اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه، د حماس ډلې په اسرائیل باندې په یو ناڅاپي برید کې له ۱۴۰۰ کسانو زیات ووژل. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له رامنځته کیدو راهیسې دا پر اسرائیل تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د حماس ډلې همداراز تر ۲۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي دي، چې دوه ګونی تابعیت لري. دغه ډلې ګواښ کړی چې که اسرائیل له مخکې خبرتیا پرته ملکي وګړي په نښه کړي، د هر برید پر وړاندې به یو یرغمل ووژني.

بلخوا اسرائیل په یو غچ اخیستونکي اقدام کې له اوو ورځو راهیسې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي دي. ددغو بریدونو له امله ۳۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

همداشان پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، اروپايي ټولنې له فلسطین سره د نږدې ۷۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د پراختیايي مرستو ورکړه وځنډوله.

د ګاونډیتوب او پراختیا په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنرې اولیفر ورهیلي، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې له دغو بریدونو وروسته نور هېڅ "تعامل عادي نشي پاتې" کېدای.

هغې لیکلي دي: "اروپايي کمېسیون، چې له فلسطینیانو سره لوی مرسته کوونکی دی، خپلې ټولې انکشافي مرستې چې ۶۹۱ میلیون یورو ته رسېږي، تر امر ثاني پورې تر ارزونې لاندې نیسي. "

اسرائیل د غزې د تړانګې له ۱.۱ میلیونه وګړو څخه چې د دې سیمې د وګړو نږدې نیمایي برخه جوړوي، غوښتي چې د دې سیمې له شمالي برخې ووځي او جنوب ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په غزه کې د بریدونو د زیاتوالي ته په کتو سره، د اسرائیل له پوځ څخه غوښتي چې د غزې له شمال څخه جنوب ته د ۱.۱ میلیونو کسانو د لیږد پریکړه لغوه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG