د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د طالبانو له پلاوي سره کتنه ګټوره وه، په دوامداره تعامل ټینګار وشو


د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني او د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د والي ملا شیرین اخند کتنه
د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني او د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د والي ملا شیرین اخند کتنه

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي دي چې د کندهار ولایت لپاره د طالبانو له والي ملا شیرین اخند سره یې د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په دریمه (مرغومي ۱۳) په لیدنه کې په "دوامداره تعامل او د دواړو خواو په ګټورو اړیکو" باندې د اسلام آباد پر ژمنو خبرې وکړې.

جیلاني د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پوسټ کې دا غونډه "ګټوره" بللې او لیکلي یې دي: "د سوداګرۍ او پیوستون لپاره د بشپړ ظرفیت څخه د استفادې لپاره د ټولو مسلو د حل کولو په اړتیا هم ټینګار وشو."

په پاکستان کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، هم په ایکس شبکې کې لیکلي: "د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ شپږم پړاو غونډه نن په اسلام اباد کې جوړه شوه... په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو رئیس او د کندهار ولایت سرپرست ملا محمد شیرین اخند د افغانستان له اړخه ګډون درلود."

دې سفارت همداراز لیکلي: "په دې غونډه کې به د تېرو غونډو د تعقیب په توګه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او دواړو غاړو ته د خلکو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شي."

د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو او امنیتي ستونزو د هواري لپاره جوړه شوه.

ملا شیرین اخند د طالبانو یو له مهمو شخصیتونو څخه دی چې د دغې ډلې په پوځي او سیاسي برخه کې یې ډېرې دندې ترسره کړي دي. د طالبانو له مشر سره د هغه نږدې اړیکو هغه د دې ډلې د مشرتابه په جوړښت کې یو نفوذ لرونکی غړی ګرځولی دی. نوموړی تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت په استازیتوب له پاکستان او تحریک طالبان پاکستان سره په تماس کې و.

د جيلاني او شيرين اخند ترمنځ دا وروستۍ ليدنه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړيکې په پاکستان کې د تروريستي بريدونو د زياتوالي له امله ډېرې ترينګلې شوې دي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت مخالفې نورې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري چې له هغه ځایه د پاکستان پر ضد خپل بریدونه پلان او عملي کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه ډول ادعاوو د ردولو په ترڅ کې ویلي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هېواد کې د سخت دریځو په بریدونو کې نږدې ۱۰۰۰ پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي. د دغه راپور له مخې چې د یکشنبې په ورځ د ډسمبر په ۳۱مه خپور شو، د افغانستان سره پر پوله پرتو دوو ایالتونو – خیبر پښتونخوا – او بلوچستان – تر ټولو زیات د ترهګریزو بریدونو او د هغه په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شاهد وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG