احدي: سویس کې د افغانستان پانګه خوندي ده - ځانګړې مرکه
د افغانستان د ماليې پخوانی وزیر انورالحق احدي وايي چې په سویس کې د افغانستان درې نیم میلیارده ډالره پانګه خوندي ده او په دې اړه هر ډول اندیښنه ناسمه ده. تر دې دمخه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق څخه د ناسمې ګټې اخیستنې او طالبانو ته د ور ګرځولو په اړه اندېښنه ښودلې وه. ښاغلي احدي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې یو سلنه هم دا امکان نه ګوري چې د غو پیسو نه دې ناوړه کټه پورته شي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان د امانت صندوق تر اوسه ۱۹۰ میلیونه ډالر ګټه کړې ده.
برخه
-
وږی ۱۴, ۱۴۰۳
مومند: ۳۵ کاله وشول چې کاکا مې لادرکه دی
-
وږی ۰۷, ۱۴۰۳
شینواری: د تعلیم لپاره مې ټوله خواري صفر شوه
-
زمری ۳۱, ۱۴۰۳
سارا هیرمن: پښتو ژبه او د افغانستان کلتور مې ډېر خوښ دی
-
زمری ۲۴, ۱۴۰۳
خرم: د افغانستان تعلیمي نصاب له نړۍ وروسته پاتې شوی