د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د ټولنو او خلکو په همکارۍ ټېنګار


د افغانستان سوېل ختیځې حوزې روغتیایي چارواکي وایي د ښې همغږۍ او کاري ټیمونو سره د خلکو همکاري کولای شي سږ کال د پولیو د پیښو مخه ونیسي.

په خوست کې د عامې روغتیا په چوکاټ کې د کتلوي معافیت چارواکو په وینا د واکسیناسیون بهیر یې د پخوا په نسبت ښه روان دی خو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کډوالو تګ راتګ د پولیو د مخنیوي برخه کې هر وخت تازه ستونزې وي.

که څه هم روان ۲۰۲۴ میلادي کال تر دا مهاله د پولیو پېښو د ثبت له پلوه بریالی روان دی او د هېواد په کومه برخه کې د ګوزڼ واقعه نده رامنځته شوې خو بیاهم اندېښنې پرخپل ځای دی.

په سوېل ختیځه حوضه کې د خوست ولایت کتلوي معافیت مسؤولین وایي د خلکو د همکارۍ ترڅنګ د خپلو کاري ټیمونو په ملتیا، هیله مندي شته چې د سږکال ترپایه د پولیو کومه پېښه رامنځ ته نشي.

په خوست کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول، زاهدالله امیري وایي که څه هم د خلکو ملاتړ او همکاري د پولیو ضد مبارزه کې د پام وړ ده خو ډېرو نورو هڅو ته اړتیا شته چې له مخې یې روان ۲۰۲۴ میلادي کال ټول افغانستان د ګوزڼ له مثبتو پېښو خوندي وساتل شي.

امیري پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: "د یو ښه کاري ټیم موجودیت، د خلکو همکاري دا ثابتوي لکه دا اوس چې موږ د پولیو پېښې نلرو او انشاالله په اینده کې به یې هم نلرو، خو بیا هم زموږ ولایت له پاکستان سره ګډه فرضي کرښه لري او یو شمېر کډوال هم خوست ته راکډه شوي دي، ستونزې شته خو انشاالله مطمئن یم چې موږ به د پولیو مثبته پېښه ونلرو."

د نوموړي په وینا، د خوست په اکثریت ولسوالیو کې له دوو تر څلورو روغتیایي کلینیکونه شته چې هر کلینیک کې په روټین ډول واکسیناتوران موجود دي او تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان واکسینوي.

نوموړي وویل: ”موږ په اکثرو ولسوالیو کې دوه، درې او تر څلورو روغتیایي کلینیکونه لرو چې په هر کلینیک کې دوه واکسیناتوران موجود وي، او هغوی هره ورځ په دوامداره توګه د میاشتې ۲۶ یا ۲۴ ورځې د واکسیناسیون منظم پروګرام لري او تطبیقیږي.“

له بلې خوا یو شمېر ټولنیز فعالان په دې باور دي چې د پولیو یا ګوزڼ د بشپړ مخنیوي لپاره اړتیا ده چې هڅې همغږې او په مشترکه بڼه د دې ویروس د محوه کولو لپاره کار وشي.

ټولنیز فعال، سرور محمدي وایي د هڅو چټکیتا او د خلکو ګډون د پولیو په مخنیوي کې اغېزمن دي او مسؤولین باید دې ټکي ته خپل پام زیات کړي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه: ”زما په نظر، د هڅو همغږي کول او بیا په مشترکه بڼه د پولیو د مخنیوي لپاره ډله ایزه همکاري واقعاً اغیزمنه ده ځکه پولیو یوازې روغتیایي کارمندان نشي کنترولولی او باید موږ تاسې ټول یو بل ته لاس ورکو چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر افغانستان هم د هغو هېوادونو په لېست کې راشي چې له ګوزڼ څخه پاک اعلان شوي.“

د روغتیاپالانو لخوا د ګوزڼ په وړاندې د همکارۍ غوښتنې داسې وخت کیږي چې افغانستان د روان ۲۰۲۴ میلادي کال تر دا مهاله د پولیو له انساني پېښو خوندي دی، خو کندهار کې سږکال لومړنۍ محیطي پېښې یو وار بیا اندیښنې زیاتې کړي او روغتیاپالان یې یقیني کړي چې ګوزڼ ویروس لاهم په چاپیریال کې شته او په بشپړ ډول لمنځه ندی وړل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG