د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې یو شمېر کروندګر سږکال د ګازو له حاصلاتو خوښ دي


کابل کې یو شمېر کروندګر سږکال د ګازو له حاصلاتو خوښ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

په کابل کې یو شمېر کروندګر وايي، چې سږکال د ګازرو حاصلات د نورو سبزیجاتو او ترکاریو په نسبت ښه دي. دوی وایي، د ګازرو کروندې سږکال د نباتي افاتو او امراضو څخه په امان کې وې او د حاصلاتو د ښې ودې یودلیل همدا هم کیدای شي.

په کابل کې یو شمېر کروندګر وايي، چې سږکال د ګازرو حاصلات د نورو سبزیجاتو او ترکاریو په نسبت ښه دي.

دوی وایي، د ګازرو کروندې سږکال د نباتي افاتو او امراضو څخه په امان کې وې او د حاصلاتو د ښې ودې یودلیل همدا هم کیدای شي.

د کابل د سپینې کلا اوسیدونکی عبدالله وایي: "ما دغه ګازرې کرلي دي په همدې کې مصروف یم دغه مې کاروبار دی، تجارت مې دی، سږکال حاصلات ډیر ښه دي ښکلی کال دی. اوبه پریمانه دي، فصلونو مرض ندی کړی... له خدای نه شکر ګذار یو د نورو کلونو په نسبت سږکال ښکلي دی."

عبدالله وایي سږنیو بارانو یې فصلونو ته زیان ندی رسولی؛ هغه وایي د دوی په سیمه کې د میوو تر څنګ ترکاري هم ښه حاصل ورکوي، خو د فصلونو په وخت کې ورته مناسب بازار نه پیدا کیږي یا نرخونه ښکته راځي چې دوي یې له ستونزو سره مخ کړي. هغه وویل: "دولت باید موږ سره مرسته وکړي ".

عبدالله له نورو بزګرانو څخه غواړي چې په خپلو ځمکو کې دې د تریاکو او کوکنارو پرځای ترکاري، سبزیجات او میوې وکري چې د حلال رزق د لارې دې ګټه هم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG