د لاس رسي وړ اتصالات

د پیسو له کمښت سره مخامخ پاکستان له چین څخه د خپلو پورونو د مودې غځول غوښتي


د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب

د پاکستان چارواکي وايي په هېواد کې د مالي بحران او په ملي خزانه کې د پیسو د سخت کمښت له کبله یې له چین څخه غوښتي چې د ۱۶ میلیارد ډالرو پور موده ورته وغځوي.

پاکستان د انرژۍ په سکتور کې ددغو پورونو د مودې د غځولو ترڅنګ له خپل نږدې متحد چین څخه د څلور میلیارد ډالرو اضافي پور غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب د یکشنبې په ورځ جولای ۲۸ (زمري اوومه) په پایتخت اسلام اباد کې وویل چې له خپل چینايي سیال سره یې پدې اړه "ډیرې رغنده" خبرې کړي خو پدې خبرو اترو کې یې د پرمختګ خبر ندی ورکړی.

اورنګزیب چې تازه چین ته له څو ورځني سفر څخه راستون شوی، له خپل چینايي سیال لن فوان، د چین د مرکزي بانک له رئیس او نورو چینايي مقاماتو سره کتلي دي.

هغه وویل چې چینايي چارواکو ته یې د پورونو د مودې د غځولو وړاندیز کړی. ښاغلي اورنګزیب ددغو پورونو د اندازې له ښودلو پرته وویل چې حکومت یې په پاکستان کې د انرژۍ په سکتور کې د چین په ۱۰ پروژو کې د پورونو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ باید پروژه په پروژه مخکې لاړ شو او په اړه یې د چین له مرکزي بانک سره کار وکړو. موږ همدارنګه ددې پر ځای چې دا بهیر له اسلام اباد څخه رهبري کړو، [په چین کې] یو ځايي سلاکار ټاکو."

اورنګزیب وویل چې د چین سربیره، پاکستان د سعودي عربستان سره د پنځه میلیارد ډالرو او د متحده عربي اماراتو سره د درې میلیارد ډالرو پورونو د ادا کولو د مودې د غځولو په اړه په خبرو بوخت دی.

هغه وویل حکومت یې تمه لري چې د پیسو نړیوال صندوق د اجرائیوي شورا له غونډې دمخه ددغو پورونو د ځنډولو په اړه پرېکړې ته ورسیږي او د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د اووه میلیارد ډالرو نقدي پور منظور کړي.

ښاغلي اورنګزیب وویل: "زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې د بهرنیو تادیاتو په اړه ضمانتونه به د اوس او د نړیوال وجهي صندوق د شورا د تصویب د وخت تر منځ ترلاسه شي."

په واشنګټن کې د پیسو نړیوال صندوق د جولای په پیل کې اعلان وکړ چې د یوې تازه پرېکړې له مخې یې پاکستان ته د ۳۷ میاشتو لپاره د اوو میلیارد ډالرو پور ورکولو پرېکړه کړې ده.

د پورونو ورکولو دغه نړیوالې ادارې ویلي چې دا پرېکړه "د دې ادارې د اجرائیوي شورا تصویب او د پاکستان د پراختیا په برخه کې د شریکانو لخوا د اړین تمویل ضمانت" ته اړتیا لري. دغې ادارې د شورا د غونډې نېټه نده ښودلې.

پر پاکستان باندې د چین ځینې دا پورونه د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (سیپک) پروژې پورې اړه لري چې هدف یې د چین سره د سوداګرۍ پیاوړتیا د جنوبي اسیا هیوادونو د لا ادغام لپاره د پاکستان زیربنا ته وده ورکول دي.

په نړۍ کې د زیربنا د رغولو لپاره د بیجینګ د "یو سرک او یو کمربند" د نوښت د یوې برخې په توګه، چین د سیپیک په پروژه کې په تیره یوه لسیزه کې په پاکستان کې شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه کړې اوډیره برخه یې پورونه دي چې اسلام اباد یې باید بیرته ورکړي.

پاکستاني او چینايي چارواکي دا تورونه ردوي چې دغې پروژې د اسلام اباد اقتصادي ستونزې لا پسې ژورې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG