د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او چین د 'سپیک' لسمه کالیزه لمانځي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د چین د صدراعظم مرستیال ته ښه راغلاست ویلو په حال کې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د چین د صدراعظم مرستیال ته ښه راغلاست ویلو په حال کې.

د چین د صدراعظم مرستیال او د دې هیواد د جمهور رئیس ځانګړی استازی هي لایفنګ یکشنبه جولای ۳۰ (زمري۸) اسلام آباد ته رسیدلی چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز سترې پروژې لسمه کالیزه ولمانځي.

د پاکستان حکومت د دې سترې زیربنایي پروژې د کالیزې لمانځلو په مناسبت په اسلام آباد کې د دوو ورځو لپاره رخصتي اعلان کړې او د چینایي چارواکو د دې سفر لپاره یې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلي لایفنګ سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو اهمیت څرګندوي او ویلي چې د چین دا جګپوړی چارواکی به په مراسمو کې ځانګړی میلمه وي.

د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (سپیک) پروژه چې تر دې دمه پرې لسګونه میلیارده ډالر لګول شوي په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوه او له مخې یې په پاکستان کې د ترانسپورت، انرژۍ او زیربنا په برخې کې د رغونې کارونه کیږي.

په اسلام آباد کې د نړیوالو اړیکو یو پروفیسر عظیم خالد وایي د "سپیک" پروژې هدف چې د چین د "یو سړک یو کمربند نوښت" لپاره یوه تر ټولو مهمه پروژه ده، تر دې دمه یې هغه نتیجه نده تر لاسه شوې چې په لومړي سر کې یې توقع کیده.

له یوې خوا پاکستان پدې کې پاتې راغلی چې خپل مالي مسوولیتونه پر ځای کړی او له بلې خوا د وسله والو بریدونه هغه څه دي چې په بشپړه توګه د دې پروژې ټولې نتیجې ندي تر لاسه شوي.

پروفیسر خالد زیاته کړه، " اصلي هدف چې د عرب بحیرې سره د چین نښلول و، لا هم د چین لپاره وړه لاسته راوړنه ده خو پاکستان هم د لنډ مهالو اهدافو تر لاسه کولو لپاره د پام وړ پرمختګ کړی".

د "سک" یو هدف دا دی چې د چین لویدیځه برخه چې په وچې کې پرته ده د پاکستان د ګوادر بندر د لارې د نړیوالو بازارانو سره وصل شي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم چې پاکستان ته یې د صدراعظم د مرستیال سفر اعلاناوه، ویلي چې د کمربند او سړک نوښت او چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو ګټوره نتیجه لرله او د دواړو هیوادونو تر منځ د ملګرتیا په سمبول بدله شوې.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دا دواړه هیوادنه "په هر حالت کې د یو بل ستراتیژیک شریکان او ټینګ ملګري دي".

بیجنګ پدې تیرو څو کالونو کې د پاکستان لپاره تر ټولو اعتباري بهرنی ملګری هیواد دی او تل یې د خپل دې ګاونډي سره اقتصادي مرستو ته چمتوالی ښودلی.

چین د همدې اوونۍ په سر کې د پاکستان څخه د ۲.۴ میلیارد پور تر لاسه کولو نیټه وغځوله او د اسلام آباد لپاره چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د سا اخیستو سبب شو.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق IMF تیر کال په یو راپور کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو پور ورکوونکو ۳۰ په سلو کې یې چین او د دې هیواد سوداګریز بانکونه دي.

XS
SM
MD
LG