د بشپړ خسوف له کبله به د پنجشنبې په شپه مارچ ۱۳ (کب ۲۳) د ځمکې په لویدیځه نیمه کره کې د سپوږمۍ رنګ سور وي.
د سره رنګ سپوږمۍ به په شمالي او جنوبي امریکا، د افریقا په ځینو برخو او اروپا کې له ورایه ښکاري.
خسوف هغه وخت رامنځته کیږي چې سپوږمۍ د ځمکې او لمر سره په یو خط کې واقع شي. د ځمکې سوری ددې لامل کیږي چې د سپوږمۍ رڼا یوه اندازه او یا هم په بشپړ ډول تته شي.
په بشپړ خسوف کې د سپوږمۍ رنګ سور ښکاري. دا په اصل کې د لمر د رڼا هغه شعاعګانې دي چې د ځمکې له اتموسفیر څخه تیریږي.
د امریکا د فضايي څېړنو ادارې د معلوماتو په اساس، کسوف او خسوف هر کال له څلورو څخه تر اوو ځلو رامنځته کیږي.
په امریکا، افریقا او اروپا کې له دې وړاندې بشپړ خسوف په ۲۰۲۲ کال کې رامنځته شوی و.
سره سپوږمۍ به د امریکا د ختیځ ساحل په وخت د جمعې د سهار له ۲:۲۶ څخه د یو ساعت لپاره ښکار وي.
په دغه وخت کې سپوږمۍ ته د کتلو لپاره ځانګړو عینکو او نورو وسایلو ته اړتیا نشته او سترګو ته زیان نه رسوي.
په اروپا او افریق کې د سپوږمۍ د ژر لوېدو له کبله ښايي د سرې سپوږمۍ لیدل ستونزمن وي خو که وریځ نه وي، په شمالي او جنوبي امریکا کې به په اسانه لیدل کیږي.
ساینسپوهان اټکل کوي چې د سپتمبر په اوومه به بل بشپړ خسوف د اسیا په ځینو برخو، افریقا، استرالیا او اروپا کې ولیدل شي.
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه