د لاس رسي وړ اتصالات

تبعیض سره مبارزه کې د افغان حکومت برنامې ستونزې لري- راپور


تبعیض سره مبارزه کې افغان حکومت برنامې ستونزې لري- راپور
تبعیض سره مبارزه کې افغان حکومت برنامې ستونزې لري- راپور

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل تازه څیړنیز ریپوټ کې ویلي، چې افغانستان د هرډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د تطبیق په برخه کې ملګرو ملتونو ته په ریپوټ ورکولو کې پاتې راغلی دی.

د بشري حقونو کمیسیون ویلي، چې له تبعیض سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت په برنامو کې ستونزې موجودې دي، چې بیا کتنې ته اړتیا لري.

دا څیړنیز ریپوټ په افغانستان کې "د هر ډول نژادي تبعیض د کنوانسیون د تطبیق د کچې د څیړلو" په نوم، په ۶۵ پاڼو کې خپور شوی او په کې له افغانانو سره د تبعیضي چلند ارزونه شوې ده.

د بشري حقونو د کمېسیون مشرې سیما سمر د دغه ریپوټ د خپرولو پر مهال وویل، افغانستان په ۱۹۸۰ کال کې د تبعیض د مخنیوي له کنوانسیون سره یوځای شو او په ۳۰۰۳ کې یې د دغه کنوانسییون تطبیق په افغانستان کې تصویب کړ.

هغې زیاته کړه "په خواشینۍ سره چې افغانستان له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د هر ډول نژادي تبعیض د کنوانسیون په اړه هیڅ ریپوټ نه دی وړاندې کړی".

خو د آغلې سمر پر وینا، د بشري حقونو د کمیسیون له فشارونو وروسته افغان حکومت سږکال په دې اړه ریپوټ چمتو کړی او هیله یې وښوده چې دا ریپوټ به د ملګرو ملتونو اړوندې کمېټې ته وسپارل شي.

افغان حکومت تر اوسه دې ریپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ریپوټ موندنې

دا څیړنیز ریپوټ د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې له ۴۵۰۰ کسانو سره د مخامخ مرکو او فوکس ګروپونو له لارې جوړ شوی دی.

د ریپوټ موندنې ښيي، چې چې ۲۵ فیصده کسانو په افغانستان کې د نژادي تبعیض موجودیت تائید کړی دی.

دغه راز په ريپوټ کې راغلي، چې ځینې اقلیتونه په ځانګړي ډول جوګیان د تذکرو د اخیستلو پر مهال له تبعیض سره مخامخ شوي دي او همدا شان زیات شمیر کسانو ادعا کړې ده، چې د استخدام او د زیربنايي پروژو د تطبیق پر مهال دولتي ادارو ورسره تبعیضي چلند کړی دی.

آغلې سمر وویل، چې د ۳۴۹۸ کسانو له شمیرې ۶۸.۴ فیصده یې له تبعیض سره نه دي مخامخ شوي او ۳۱.۲ فیصدو ویلي چې ورسره قومي او نژادي تبعیض شوی دی.

هغې زیاته کړه "دویمه مسله د دیني او مذهبي تړاو په اساس تبعیض دی. د ۳۴۹۸ کسانو له شمیرې چې ورسره مرکې شوې دي، ۲۸۱۰ کسانو، چې ۸۰.۳ فیصده کیږي، ویلي دي، چې موږ له تبعیض سره مخامخ شوي نه یو. ۱۷ فیصدو ویلي، چې موږ سره تبعیض شوی دی. ۹۲ تنو ځواب نه دی ورکړی".

همدا شان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون موندنې ښيي، چې ۷۰.۶ فیصده کسانو ژبنی تبعیض رد کړی، خو ۲۷.۹ فیصده نورو د دا ډول تبعیض موجودیت تاید کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د هرډول تبعیض د له منځه وړلو لپاره افغان حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې د تبعیض د مخنیوي یو مشخص قانون جوړ او توشیح کړي.

XS
SM
MD
LG