د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د افغان حکومت تُند غبرګون


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان، په افغان حکومت کې د طالبانو د ونډې په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د کمزورتیا لامل شي.

ښاغلي زمان په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي، چې د افغان دولت په جوړښت کې د وسله‌والو ډلو د شاملولو د وړاندیز په ګډون د افغانستان د سیاسي نظام په جوړښت کې د بدلون په تړاو هر ډول تجویز د ټولو دیپلوماتیکو اصولو خلاف او د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسونه ګڼل کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړې "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د دولتونو ترمنځ د تعاملاتو له چوکاټ څخه بهر له طالبانو سره هر ډول اړیکې د دواړو هیوادونو د اړیکو د کمزورتیا لامل کیږي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د "نوي ډیلي تلویزون لمیتد" سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو تر بشپړې واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمې د امنیت په ګټه نه دی او طالبانو ته په حکومت کې د رول له ورکولو پرته د افغانستان راتلونکی ناممکنه دی.

هغه زیاته کړې ده، چې د افغانستان ځینې سرحدي سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او له همدې کبله ایران له طالبانو سره استخباراتي تماسونه درلودل.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حُسین مرتضوي هم په خپل فیسبوک‌پاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی وو او ویلي وو، چې ایراني چارواکي د طالبانو د ویاندویانو په څیر عمل کوي.

خو ښاغلي مرتضوي له لږ ځنډ وروسته له خپل فیسبوک څخه په دې اړه لیکلې څرګندونې لرې کړې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې ایراني چارواکو په تهران کې د وسله‌والو طالبانو له استازو سره د افغان سولې پر سر خبرې کړي. جواد ظریف ویلي، چې له طالبانو سره دا ډول لیدنې د افغانستان د هغو سرحدي سیمو د امنیت لپاره شوي، چې طالبان ورباندې کنټرول لري.

XS
SM
MD
LG