د لاس رسي وړ اتصالات

د رویټرز راپور ته د دفاع وزارت غبرګون: طالبان کابل له ګواښ سره نشي مخ کولی


په داسې حال کې چې د پنټاګون یو چارواکي ویلي چې طالبان به ممکن په راتلونکو درېیو میاشتو کې کابل ونیسي، خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې دا ډول څرګندونې د منلو نه دي او طالبان نشي کولی چې کابل تر خپلې اغیزې لاندې راولي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۱) امریکا غږ ته وویل څه ډول چې رویټرز رپوټ ورکړی وضعیت هغه راز نه دی.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "د اردو، پولیسو او ملي امنیت په ګډون د افغانستان امنیتي ځواکونو په ګډې همکارۍ نه یوازې په کابل کې بلکې په ټولو ولایتونو کې د تروریستانو د بریدونو د مخنیوي لپاره ټول چمتووالی نیولی دی".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند په ځینو سیمو کې د طالبانو پرمختګ تائید کړ خو ویې ویل "په دې معنا نه ده چې کابل به هم تر خپلې اغیزې لاندې راولي او له ګواښ سره یې مخ کوي".

ښاغلي احمدزي وویل چې افغان ځواکونه اوسمهال په دې هڅه کې دي چې د لاسه تللې سیمې بېرته د طالبانو له ولکې خلاصې کړي او زیاته یې کړه چې دغې ډلې ته به درنه مرګ‌ژوبله واوړي.

همداشان دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې په په تیره یوه شپه او ورځ کې په ننګرهار، غزني، فراه، هرات، فاریاب، بلخ، هلمند، کندز او کاپیسا ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې د دغې ډلې ۲۱۷ جنګیالي وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د یو چارواکي له قوله په رپوټ کې ویلي چې ښايي طالبان په دې وتوانیږي‌ چې په ۳۰ ورځو کې کابل منزوي کړي.

د پنټاګون دې چارواکي چې غوښتي یې دي نوم یې وانه خیستل شي دا هم ویلي چې طالبان به په ۹۰ ورځو کې د افغانستان پلازمینه کابل هم ونیسي.

د پنټاګان دې چارواکي د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمري ۲۱) رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې وروستۍ ارزونې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو قواو له وتلو وروسته د طالبانو د پرمختګونو پر اساس شوي دي.

خو له دې سره سره امریکایي چارواکو ویلي دا "یوه پریکنده نتیجه ګیري نده" او د افغانستان امنیتي ځواکونه کولی شي له ډیر مقاومت سره وضعیت بدل کړي.

همداشان د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند د الجزیرې رپوټ چې ویلي یې دي یو شمېر افغان ځواکونه په کندز کې طالبانو ته تسلیم شوي په کلکه رد کړ.

جنرال عمر شینواري د پنجشنبې په ورځ وویل: "د فرهنګ له وزارت څخه مو غوښتي چې یاده شوې رسنۍ تر قانوني ګرویګنو لاندې ونیسي ترڅو داسې بې‌اساسه خبرونه نشر نه کړي".

جنرال شینواري له رسنیو څخه وغوښتل چې په جنګي شرایطو کې د نښتو په اړه د رپوټ ورکولو په مهال دقت وکړي او له نشر وړاندې یې د اطلاعاتو د کره‌والي په اړه د افغانستان له امنیتي بنسټونو سره وغږېږي.

XS
SM
MD
LG