د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت شورا له طالبانو سره د سولې پټې خبرې رد کړې


د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپورونه رد کړل، چې د افغان حکومت یو پلاوي په بهر کې له طالبانو سره د سولې پټې خبرې کړي دي.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا له طالبانو سره د خبرو لپاره بهر ته یو پلاوی استولی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د یکشنبې په ورځ د «لړم پر۱۹مه»دغو راپورنو ته په غبرګون کې وویل: "د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر له خوا هیڅ کوم پلاوی له کومې ډلې سره د خبرو اترو یا مذاکراتو لپاره کوم هېواد ته نه دی استول شوی".

ښاغلي حقمل زیاته کړه، چې د سولې د خبرو په اړه د افغان حکومت دریځ روښانه دی او په دې برخه کې شوي پرمختګونه له ولس سره شریکوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پټو خبرو په اړه دا راپورونه پر داسې مهال خپاره شوي، چې په اوس وخت کې د افغان سولې په تړاو هڅې په ټپه ولاړې دي.

ټاکل شوې وه، چې د روان عیسوي کال د اکتوبر په وروستیو کې د چین په کوربتوب د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو غونډه جوړه شي، خو د ځینو لاملونو له کبله وځنډول شوه.

که څه هم لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا غونډه کله جوړېږي، خو افغان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG