د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: افغانستان هیڅکله د "ښه او بد ترهگر" ترمنځ توپیر نکوي


ښاغلي عبدالله په نوي ډهلي کې له هندي سوداگرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانگونه وکړي
ښاغلي عبدالله په نوي ډهلي کې له هندي سوداگرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانگونه وکړي

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي هیواد یې هیڅکله هم د "ښه او بد ترهگر" ترمنځ توپیر نه دی کړی او نه به یې وکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله چې د هند په رسمي کتنه بوخت دی، د جمعې په ورځ په دې ټینگار وکړ چې د افغانستان امنیت په پاکستان کې د میشتو وسله والو ډلو له گواښ سره مخامخ دی.

ښاغلي عبدالله پاکستان ته په اشارې وویل چې افغانستان هیڅکله "خپل گاونډي ته گواښ نه و او په راتلونکې کې به هم نه وي."

کارپوهان وایي پاکستان تل افغان طالبان د خپل سرسخته سیال هند د نفوذ پر وړاندې د یو خنډ په توگه کاروي.

اکثر په دې باور دي چې پاکستان د "ښه او بد ترهگر" پالیسي غوره کړې ده. د پاکستاني مقاماتو په باور بد ترهگر هغه دي چې پر پاکستاني پولیسو، پوځ او ملکي وگړو بریدونه کوي، په داسې حال کې چې د څیړونکو په اند "ښه ترهگر هغو ته ویل کیږي چې د هند او یا د پاکستان د دښمنانو پر ضد فعالیت کوي".

پاکستان دغه ټولې ادعاوی ردوي او ټینگار کوي چې دوی پخپله د ترهگرۍ قرباني دي د پاکستاني تحریک طالبان ډله چې په پاکستان کې بریدونه کوي د افغانستان له خاورې نه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې دي چې ښاغلی عبداله وایي "د پاکستان سره زمونږ په اړیکو کې د جدي ازمون سره مخامخ یو. داسې ډلې په هغه هیواد کې میشت دي چې زمونږ امنیت گواښي او هملته اوسیږي او ملاتړ یې کیږي."

ښاغلي عبدالله چې په نوي ډهلي کې "سوکالۍ ته اوښتون" په نامه تجارتي غونډه کې خبرې کولې په افغانستان کې د سولې او ثبات د باوري کیدو لپاره یې پر مذاکراتو ټینگار وکړ.

په دې کنفرانس کې ښاغلي عبدالله د هند سره د سوداگریزو اړیکو په هکله هندي پانگه والو ته وویل چې په افغانستان کې د وضعیت بدلون ته دې نه منتظر کیږي او پانگونه دې وکړي.

XS
SM
MD
LG