د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو کې د افغانستان سفیر له دندې ګوښه شوی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند له دندې څخه ګوښه شوی دی.

له دغه وزارت څخه په یو بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) ناوخته خپور شوی راغلي چې په ډیپلوماتیکو څوکیو کې تغیرات یو اداري اصل دی او د بهرني سیاست اړتیاو ته په پاملرنې په دغو څوکیو کې بدلون راوستل کېږي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي: "په مسکو کې د افغانستان د سفیر لطیف بهاند د ماموریت پای ته رسېدل د اداري بهیر یوه برخه ده او هغه به د یو نوي ماموریت لپاره په کابل کې وګمارل شي".

د ښاغلي بهاند د ګوښه کېدو لامل او دا چې په بهرنیو چارو وزارت کې به کوم ماموریت ورته سپارل کېږي تراوسه څرګنده شوې نه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کابل له مسکو سره دوستانه او پراختیایي اړیکو ته ارزښت ورکوي او په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې له تروریزم او نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د روسیې د مثبت رول قدردانۍ کوي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې له روسیې سره د اړیکو اهمیت ته په پاملرنې به افغانستان ژر په مسکو کې یو نوی سفیر وګماري.

XS
SM
MD
LG