د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د اوربند لپاره د نړیوالو ملاتړ غواړي


د افغانستا د بهرنیو چارو وزارت د کروناویروس د روغتیايي کړکیچ پر مهال د "​بشري اوربند"​ د ټینګېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د وزارت ویاند ګران هېواد د سه شنبې په ورځ د اپریل ۲۸ (غويي ۹) خبریالانو ته وویل چې افغانستان په خپل بهرني سیاست کې یو لړ بدلونونه راوستي دي.

هغه وویل چې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو ترلاسه کول، د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع او د "بشري اوربند" لپاره د نړیوالې تولنې د ملاتړ جلبول د مهمو لومړیتوبونو په توګه ټاکل شوي دي.

د ښاغلي هېواد پر وینا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له تېرو درې اونیو راهیسې د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او ګڼ شمیر لوړپوړو چارواکو او دیپلوماتانو سره غږېدلی دی.

هغه زیاته کړه: "بین‌الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل، د کرونا د روغتیايي ناورین پر مهال د بشردوستانه اوربند د ټینګښت او د زندانیانو تبادله هغه ټکي دي چې د بهرنیو چارو وزیر په تکرار سره د افغانستان د دولت د لومړیتوبونو په توګه له خپلو سیالانو او بهرنیو دیپلوماتانو سره مطرح کړي دي او د هغوی حمایت یې په دې هکله غوښتی دی."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ټولو هیوادونو دیپلوماتانو په دې برخه کې د افغانستان د دولت د دریځ ننګه او د همکاریو ژمنې یې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني په روژه کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې او له دې وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او ګڼ شمېر هېوادونو هم په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.

کرونا سره مبارزې لپاره د مرستو جذبول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد دغه راز وویل چې ښاغلي اتمر له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیايي ملاتړ جذبولو او د خوراکي توکو د تامینولو په موخه د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ د بندرونو د پرانیستي ساتلو لپاره د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیايي مرستو د برابرولو، د میوو او غذایي موادو د پروسس او د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د چین لوري سره خبرې کړي او چیني چارواکو په دغو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنې کړي.

هغه زیاته کړه چې ترکمنستان او تاجیکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانسپورت د پراختیا لپاره د خپلو بندرونو د پرانیستي ساتلو ژمنه وکړه او دغه راز ایراني لوري هم د بندرونو د پرانیستلو سربیره د ریل ګاډي د پټلۍ غځولو په اړه د افغانستان غوښتنه منلې او ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې په دې برخه کې کار پیل کړي.

له پاکستان سره هم په خبرو کې د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ د بندرونو د پرانیستلو ژمنه شوې ده.

هغه وویل: "د افغانستان او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ خبرو کې له پنځه زره ټنه څخه اوه زره ټنه غنمو ته د دغو مرستو لوړولو او د لا زیاتو غنمو، وريجو، چای او بورې د واردولو پر امکاناتو هم بحث وشو، د هند لوري په دې برخه کې تیاری وښود."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې په بهرنیو هېوادونو کې د بند پاتې شویو افغانانو بېرته ستنول او له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او عربستان څخه د افغان بندیانو راستنول نور هغه موارد دي چې په اړه یې د اقداماتو د ترسره کولو لپاره د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG