د لاس رسي وړ اتصالات

بلخي: د افغانستان د کډوالو کړکیچ مهار شوی دی


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي اوسمهال د نړۍ په پنځو حوزو کې ۵ میلیونه افغان مهاجر استوګن دي چې د دوې په مدیریت کې کومه جدي ستونزه وجود نلري.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د دوشنبې په ورځ (ډیسمبر اتلسمه) د کډوالۍ نړیوالۍ ورځې په لمانځغونډه کې وویل دا وزارت له کوربه هیوادونو سره د کډوالو د چارو ګډ مدیریت کوي.

ښاغلي بلخي په اروپایي هیوادونو کې د افغان کډوالود ډیپورټ مسلې ته په اشارې وویل" په ۲۰۱۶ کال کې وړاندوینه شوې وه، چې ۸۰ زره افغان مهاجر له جرمني او یو شمیر هم له نورو اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته ډیپورټ شي، چې د تفاهم او ګډ مدیریتله امله یوازې ۵۸۰ کډوال ډیپورت شوي دي نو ځکه موږ هم وتوانیدلو چې د ګډ مدیریت له امله اروپا ته د مهاجرت لړۍ کمه کړو، تر څو د ۲۰۱۵ کال کړکیچن وضعیت رامنځ ته نشي او دغه راز په ګډه د ډیپورټیانو مدیریت په واک کې ولرو".

ښاغلي بلخي وویل، د ملي وحدت حکومت په تیرو دریو کلونو کې دوه میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي، چې په دې شمیر کې ۷۰ فیصدو یې د مهاجرت قانوني اسناد نه درلودل.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت شمیرې ښيي، چې په وروستیو میاشتو کې ۵۰۰ زرو افغان مهاجرو په پاکستان کېاو ۷۰۰ زرو نورو په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد ترلاسه کړي دي.

د دغه وزارت د شمیرو له مخې، په تیرو دریو کلونو کې د افغان کډوالو او راستنیدونکو لپاره ۷۰۰ میلیونه ډالر مصرف شوي دي.

ښاغلي بلخي په کور دننه د بې ځایه شوو کورنیو په اړه وویل، چې په تیرو دریو کلونو کې یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانان له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

د هغه پر وینا تیر کال دغه وزارت وکولای شول، چې ۵۰۰ زره بې ځایه شوي بیرته خپلو مېنو ته وګرځوي.

XS
SM
MD
LG