د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر روسیې ته: افغانستان کې سیاسي سیالۍ د چا په ګټه نه دي


د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو په سوچي ښار کې لیدنه کړې.
د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو په سوچي ښار کې لیدنه کړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشف سره په لیدنه کې، د تروریزم او مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان کې سیاسي سیالۍ د هیچا په ګټه نه دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي، دواړو خواو د روسیې په سوچي ښار کې، د لوړ پوړو امنیتي چاراکو د نهم امنیتي کنفرانس په څنډه کې، د امنیتي او سیمه‌ییزو همکاریو پر ښه‌والي خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر ویلي "افغانستان باید د سیمې او نړۍ د مهمو هېوادونو او قدرتونو لپاره د همکاریو او همغږیو پر ځای بدل شي... په دې برخه کې د سیاسي رقابتونو دوام د هیڅ هیواد په ګټه نه دی".

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، چې د مخدراتو تولید، قاچاق او ترهګري له یو بل سره ژورې اړیکې او دا د تروریستي ډلو لپاره تر ټولو قوي مالي سرچینې جوړوي.

ښاغلي اتمر په دې برخه کې د سیمې د هیوادونو پر مسولانه او عملي اقداماتو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دغه راز ویلي، چې ښاغلي اتمر او ښاغلي پاتروشف د کابل او مسکو ترمنځ د اندیښنې وړ مسایلو د څیړلو پر سر هم هوکړه کړې ده.

په بیان کې راغلي "دواړو لورو د تبلیغاتي تقابل او پر یوبل د تورونو د لګولو پر ځای د همکاریو او رغنده فضا پر ایجاد ټینګار کړی".

مسکو په افغانستان کې د داعش ډلې پر حضور او د دغه هیواد په شمال کې د ناامنیو پر زیاتوالي اندیښنه لري. همدا شان کابل د وسله‌والو طالبانو او مسکو ترمنځ د اړیکو پر نږدیوالي اندیښنه ښودلې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د بیان له مخې، په دې لیدنه کې د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشف ویلي، هیواد یې چمتو دی، چې له افغان حکومت سره د دوه اړخیزو امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د دوام په موخه، د لوړې کچې بحثونه پیل کړي، ترڅو په دې برخه کې عملي اقدماتو ته زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG