د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د سولې نوی پلان جوړ کړی


جمهور رئیس غني وایي د سولې نوی پلان به د کابل پروسې د دیم کنفرانس گډونوالو ته وړاندې شي
جمهور رئیس غني وایي د سولې نوی پلان به د کابل پروسې د دیم کنفرانس گډونوالو ته وړاندې شي

ټاکل شوې د سولې دا پلان به د روانې میلادي میاشتې په ۲۸ مه د "کابل پروسې" د دویم کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، د شنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د نهه ویشتمې کالیزې په مناسبت په ار ګ کې جوړه شوې وه، وویل، په سیاسي لارو د افغانستان د روان کړکیچ هوارول غواړي او په پام کې لري چې د همدې میاشتې په وروستیو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د سولې لپاره یو پلان د کابل دویم کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړي.

جمهور رئیس غني وویل، چې "سوله د الله امر دی، د افغانانو دیني وجیبه او ملي اړتیا ده"، خو زیاته یې کړه چې سوله باید د یوې بلې سیمه ییزې خطرناکې جګړې مقدمه نه اوسي.

ښاغلي غني وویل " نو ځکه لازمه ده، چې د سولې لپاره مونږ ژمنه واخلو او ژمنې ته مونږ تیار یو، هیله ده چې شرایط به برابر شي او د کابل په کنفرانس کې به په دې هکله ډیر وغږیږو".

په داسې حال کې چې جمهور رئیس غني د حکومت د وسله والو مخالفینو سره د سولې د نوي پلان خبره کوي، دننه په حکومت کې هم په یو لړ مسایلو باندې بیا اختلافات رامنځ ته شوي دي، چې یوه یې د تذکرو د ویش مسله ده.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې ظاهراً د تذکرو د ویش لړۍ ته په اشارې په جدي توگه وویل چې که د لویو او ملي مسلو په اړه یوه اخیزه پرېکړه وشي او د افغان ولس غوښتنو ته پام و نه شي، کیدای شي ډیرې بدې پایلې به ولري.

له بلې خوا د بلخ لرې کړای شوي والي عطامحمد نور هم په خپل ټویټر پاڼه کې د تذکرو د ویش په هکله جدي غبرگون ښودلی دی او ویلي یې دي چې دوی ټول به ددې پروسې په وړاندې ودریږي.

خو ښاغلي غني په ارگ کې نننۍ غونډې ته په خبرو کې وویل چې د زغم سیاست یې غوره کړی او د ستونزو د حل او د هیواد د پرمختګ لپاره باید هڅې وشي.

هغه وویل چې د ملي او لویو مسایلو په اړه سلا مشورو ته تیار دی، خو زیاته یې کړه چې د پرمختګ غوښتلو لپاره باید د لویو مسایلو په اړه پرېکړې وشي. د نوموړي په وینا، وخت روان دی او فرصتونه باید له لاسه ور نه کړو.

د ښاغلي غني د دغو څرګندونو دمخه د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت وغوښتل، چې هغو طالبانو سره د سولې لپاره خپله غیږ پرانیځي، چې د ښاغلي حکمتیار په وینا ټوپک اخیستلو ته اړ شوي دي.

ښاغلي حکمتیار چې په ارګ کې یې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونود وتلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې طالبان بیا کابل نه شي نیولی.

ټاکل شوې د کابل د پروسې دوهم کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې په اته ویشتمه ورځ په کابل کې جوړ شي.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امر یکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دې کنفرانس کې به د ۲۸ هیوادونو او د پنځه نړیوالو سازمانونو استازي برخه واخلي.

د کابل پروسې لومړی کنفرانس تیرمیلادي کال د جون په میاشت کې جوړ شوی وو.

افغان حکومت وايي، چې په دې کنفرانس کې به په دوو مسلو چې سوله او ترهګرۍ مسلې دي خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG