د لاس رسي وړ اتصالات

د قیصاري نیول، د قانون حاکمیت که پر جنبش بل فشار؟


د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري نیولو چې د جنرال عبدالرشید دوستم ته نږدې کس دی، یو ځل بیا د حکومت او د جمعمیت اسلامي او جنبش اسلامي ترمنځ سیاسي کړکیچ زیات کړی.

د قیصاري د نیولو په اړوند د افغانستان په څو شمالي ولایتونو کې مظاهرې وشوې، خو حکومت د قانون پر حاکمیت ټینگار کوي.

مقامات وایي چې ښاغلی قیصاري پدې خاطر نیول شوی چې په مستقیمه یې افغان امنیتي ځواکونه گواښلي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی قیصاري د ٢٠٩ شاهین قول اردو له مقاماتو سره په غونډه کې تند چلند وکړ، وسلې ته یې لاس کړ، او امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه ونیوه."

خو د عبدالرشید دوستم مربوط د جنبش گوند سلاکار بحرالدین جوزجاني د ښاغلي قیصاري نیول د جنبش گوند په ضد د "حکومت دسیسه" گڼي.

ښاغلي جوزجاني امریکا غږ ته وویل "دولت دی، د ښاغلي غني ټیم دی چې د جنبش حزب او د هغه د مشرتابه په ضد توطئه کوي."

د اسلامي جنبش مشر عبدالرشید دوستم چې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال دی د څه دپاسه یو کال راهیسې په ترکیه په غیر رسمي توگه په تبعید کې ژوند کوي. ښاغلی دوستم د افغانستان د ترکمن قبیلي د یو مشر احمد ایشچي په وهلو ټکولو او جنسي ازار او اذیت کولو تورن دی – هغه تور چې جنبش اسلامي یې ردوي او بې بنسټه یې گڼي.

د قانون حاکمیت

د حکومت مقامات ټینگار کوي چې د ښاغلي قیصادي نیول هیڅ ډول قومي او سیاسي رنگ نلري.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل چې د قیصاري پر ضد د خلکو له خوا "زیات شمیر شکایتونه" شوي دي چې د هغه په وینا ښاغلي قیصاري له "قانون لرې" کارونه کړي دي.

نظام الدین قیصاري همداشان په فاریاب ولایت کې د طالبانو او داعش پر ضد "د خلکو د پاڅون" مشري کوي.

هغه ویدیوگانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي ښیي چې ښاغلی قیصاري د جمهور رئیس محمد اشرف غني په گډون د افغانستان حکومتي مقامات او افغان امنیتي ځواکونه په فاریاب ولایت کې د طالبانو د فعالیت په وړاندې په بې تفاوتۍ تورنوي او گواښ کوي چې که د هغه تر امر لاندې سیمې د حکومت مخالفې ډلې ونیسي پخپله به هغه کسان ووژني ددې سیمو د سقوط سبب شوي دي.

په متحده ایالاتو کې میشت یو افغان څیړونکی محمد جواد رحیمي د امریکا غږ ته وویل "هغوی چې د ترهگرو د ځپلو لپاره مبارزه کوي په هیڅ صورت حق نلري چې د افغانستان پوځي او ملکي قوتونو ته سپکاوی وکړي او تحقیر یې کړي."

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې ددې ډول افرادو نیول چې دغه ډول گواښونه کوي "د قانون د حاکمیت لپاره یو اساسي او بنسټیز حرکت دی."

نور گواښونه

د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني پخوانی لوړپوړی مشاور احمد ضیا مسعود، په خپل رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې "د حکومت په واسطه د مقاومت د حوزې د قوماندانانو د ځپلو په اړه به بې تفاوته پاته نشو."

ښاغلي مسعود څه موده وړاندې ویلي وو چې د جمعیت او جنبش کسان په شمال کې د حکومت پر ضد جنگیږي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح، هم په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې "حکومت غواړي د هغو کسانو په نیولو سره چې د حکومت پر ضد خبرې کوي د وحشت او ویرې فضا رامنځ ته کړي تر څو زمونږ د هیواد نور اوسیدونکي د سترو ملي مسایلو په هکله خبرې ونکړي. دا به زمونږ په هیواد کې د سیاسي اختناق او ځپلو یو نوی دور وي".

ښاغلي صالح همداشان حکومت ته خبرداری ورکړی چې "ملي قوتونه او هغه ډلې چې د یوې ولسواکې ټولنې د رامنځ ته کیدو لپاره یې په تیرو څلور لسیزو کې قربانۍ ورکړي ددې موضوع په وړاندې بې تفاوته نشي پاته کیدای."

XS
SM
MD
LG