د لاس رسي وړ اتصالات

طالب بندیانو خوشې کول؛ د خلیلزاد څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون


د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې له زندان څخه د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغان حکومت په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ په څو پرله پسې ټویټري پیغامونو کې وویل چې د بندیانو د خوشې کولو وخت رارسیدلی دی.

ښاغلي خلیلزاد په دغو پیغامونو کې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې پر اساس د بندیانو پر سمدستي خوشې کیدو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۹مه (کب ۲۹) د خلیلزاد څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړ د جمهور رئیس غني د فرمان عملي کولو ته تیار دی.

هغه زیاته کړه: "مهمه ده چې طالبان افغان وژونه او مسلمان وژنه ودروي او موږ ډاډه شو هغه څوک چې د سولې تر نامه لاندې خوشې کېږي بېرته جنګ ته نه راګرځي".

خو ښاغلي خلیلزاد ویلي طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان به د سولې موافقې ژمنو ته وفادار پاتې کیږي او د جګړې میدان ته به نه ځي.

هغه ټینګار کړی: "د دې کار نه سرغړونه به د سولې پروسه کمزورې کړي".

د افغانستان د جمهور رئيس محمداشرف غني د فرمان په اساس ټاکل شوې وه چې د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر د کب/حوت به ۲۴مه پیل شي.

خو افغان حکومت ویلي چې دا پروسه په میاشتو وخت ته اړتیا لري او اوسمهال د زندانیانو د لیست په تړاو په بررسیو بوخت دي.

د درېیو میاشتو په ترڅ کې د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه مهمه برخه ده.

دا تړون د تېرې فبروري میاشتې په ۲۹مه (کب ۱۰) د قطر په پلازمینې دوحه کې لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG