د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د غرنۍ لوا د تجهیز لپاره د چین د مرستې غوښتنه کړې


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چین ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز سره پر پوځي، امنیتي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه امریکا غږ آشنا ته وویل، ښاغلي اتمر په دغه سفر کې یو ځل بیا له چین څخه غوښتي، چې د غرنیو ځواکونو د لیوا د تجهیز په برخه کې، له افغانستان سره مرسته وکړي.

هغه وویل "دا (لوا) به د افغانستان د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې جوړه شي او د تجهیزاتو په تړاو یې له چین څخه د همکاریو غوښتنه شوې ده".

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلي اتمر د چین له لوی درستیز لي زوچینګ سره د لیدنې پر مهال، د دغې لوا جوړیدل د افغانستان او چین ترمنځ په غرنیو سرحدي سیمو کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره مهم بللی دی.

په بیان کې راغلي، چې د چین لوی درستیز د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو امنیتي او پوځي همکاريو په ځانګړي توګه د افغان ځواکونو د تجهیزولو په برخه کې چمتوالی ښودلی دی.

ښاغلي اتمر دغه راز په دې سفر کې د چین د بهرنیو چارو وزیر با وانګ یي سره هم لیدنه کړې ده او د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د درې اړخیزو ناستو پر دوام یې خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا په یو جلا بیان کې ویلي، چې دواړو خواو په نږدې راتلونکې کې د دریو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په جوړولو سلا کړې ده.

XS
SM
MD
LG