د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله د افغانستان په استازیتوب د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي


د ناټو سرمشریزه د روان عیسوي کال د جولای په یولسمه او دولسمه د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې جوړیږي.
د ناټو سرمشریزه د روان عیسوي کال د جولای په یولسمه او دولسمه د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې جوړیږي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې عبدالله عبدالله د ناټو سازمان د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره، د دغه سازمان د سرمنشي بلنه منلې ده.

له اجرائیه ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۰) په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي کورنیلوس زیمرمن سره لیدنه کړې ده.

اجرائیه ریاست ویلي، چې ښاغلي زیمرمن د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ په استازیتوب ښاغلي عبدالله ته د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

په بیان کې راغلي "اجرائیه رئیس د ناټو د سرمنشي له بلنې څخه او له افغانستان او د دغه هیواد له وسله‌والو ځواکونو سره د ناټو سازمان له مرستو څخه په مننې، د ملي یووالي حکومت په استازیتبوب د ناټو په سرمشریزه کې د خپل ګډون ډاډ ورکړی دی".

د ناټو سرمشریزه د روان عیسوي کال د جولای په یولسمه او دولسمه د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې جوړیږي.

ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هیوادونو مشران په دغې غونډه کې، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور د دوام او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مالي مرستو، تجهیز او روزنې په اړه پریکړې وکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا په غونډه کې وویل "هیله لرو چې د دغې غونډې (د ناټو سرمشریزې) نتایج، د راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ دوام وي".

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي زیمرمن له اجرائیه رئیس عبدالله سره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړی، چې دغه سازمان به د افغانستان اړتیاو ته په کتو په دغه هیواد کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG