د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اي د طالبانو د مشرانو د وژلو کمپاین پراخوي


سي آی آي به افغانستان نوي افسران او قراردادیان استوي چې د طالبانو مشران پیدا او ووژني
سي آی آي به افغانستان نوي افسران او قراردادیان استوي چې د طالبانو مشران پیدا او ووژني

امریکايي چارواکي وايي د متحدو ایالتونو د استخباراتو مرکزي اداره CIA افغانستان ته کوچنۍ ډلې استوي چې له افغان ځانګړو ځواکونو سره په ګډه د طالبانو مشران او قومندانان ووژني.

نیویارک ټایمز وايي په اصل کې دا کار د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلاره یوه برخه ده چې غواړي طالبان او مشرتابه یې کمزوري او له افغان حکومت سره یې د سولې مذاکراتو ته مجبور کړي. داسې ښکاري چې CIA به د تروریزم د مخنیوي په اړه د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې په پلې کېدو کې مهم رول ولوبوي.

CIA د نیویارک ټایمز دا راپور نه رد کړی او نه یې هم تاید کړی دی، خو دا لومړی ځل نه دی چې دغه سازمان دا ډول ماموریت ترسره کوي.

CIA دا کارد افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ له نوې تګلارې سره هممهال کوي. په نوې تګلارې کې ولسمشر ټرمپ په پوځي کمپاینونو او عملیاتونو کې ټول هغه محدودیتونه لېرې کړل، چې ولسمشر اوباما لګولي وو.

له نوې تګلارې سره په افغانستان کې د امریکا بمبارۍ هم په بیساري ډول زیاتې شوي. ولسمشر ټرمپ د خپلې تګلارې د اعلان کولو پر مهال وویل "قاتلان باید پوه شی چې د پټېدو هېڅ ځای نلري" او امریکايي ځواکونه به یې د نړۍ په هر کوټ کې په نښه کړي.

په داسې حال کې چې CIA په افغانستان کې د طالب مشرانو د وژلو ماموریت بیا پراخوي، طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل بریدونه هم زیات کړي دي. په تېرو څو ورځو کې طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې په پکتیا، کندهار، کابل او فراه کې لسګونه افغانان ووژل.

XS
SM
MD
LG