د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې افغانان د هیروینو د قاچاق په تور محاکمه شول


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د امریکا په کالیفرنیا ایالت کې دوه افغانان له افغانستان نه امریکا ته هیروین د قاچاق په جرم په اوږد حبس محکومه شول.

یوه قاچاقبر، شمس الدین دوست، د امریکا د مخدراتو ضد ادارې ایجنټانو ته چې له ده سره یې د مخدره توکو د کاروباریانو په بڼه اړیکې نیولې وې، ویلي چې دی د افغانستان په دولت او دغه راز د طالبانو په منځ کې خپل کسان لرل.

ښاغلی دوست په ١٠ کاله بند محکومه شوی او ویل شوي چې له بند وروسته به بیرته افغانستان ته وشړل شي.

دوهم قاچاقبر جاوید احمدي نومیږي چې پخپل جرم یې اعتراف کړی او تیره میاشت په څه کم شپږکالو حبس محکومه شو. ښاغلی احمدي په ٢٠١٦ کې په هماغه ورځ چې له کابل نه سانفرانسیسکو ته ورسید، د پولیسو لخوا توقیف شو. ویل کیږي دی به د بند د مودې له تیرولو وروسته بیرته افغانستان ته وشړل شي.

چارواکو ویلي چې دغو دواړه افغانانو په غالیو کې مخدره توکي متحده ایالاتو ته قاچاق کول. د توقیف په مهال له دوې سره ۱۳ پاوه هیروین ونیول شول.

XS
SM
MD
LG