د لاس رسي وړ اتصالات

غني او بلینکن د سولې په پروسې او دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې محمداشرف غني د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د دوه اړخیزو اړیکو، د سولې پروسې او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه ټیلفیوني خبرې کړې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰) په یو بیان کې ویلي: "په دې ټیلیفوني اړیکه کې، دواړو خواو د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره په سیمه‌ییزې او نړیوالې ډپلوماسۍ باندې هم ټینګار وکړ".

په بیان کې د ښاغلي غني له قوله راغلي چې د افغانستان دولت او خلک په دغه هېواد کې د سولې پروسې د بریالیتوب او ثبات لپاره پیاوړې اراده او اجماع لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دغو ټیلیفوني خبرو کې له تروریزم سره د افغان ځواکونو د مبارزې ستاینه کړې ده.

دا په روانه میاشت کې دویم ځل دی چې د افغانستان جمهور رئيس او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ټیلیفوني خبرې کوي.

له دې وړاندې ښاغلي بلینکن د افغانستان جمهور رئیس ته ویلي وو چې متحده ایالات له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون چې د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې لاسلیک شوی له سره ارزوي.

دا ټيلیفوني خبرې په داسې مهال کې شوي چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبان ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي. افغان حکومت طالبان د سولې په خبرو کې د خنډ لامل ګڼي.

له بلې خوا د افغانستان د دولت د سولې د مرکچي پلاوي یو شمیر غړي هم کابل ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG