د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: اسلامي حزب له طالبانو سره پراخې اړیکې لري


د اسلامي حزب مشر مني، چې د سولې په موخه له وسله‌والو طالبانو سره پراخې اړیکې لري.
د اسلامي حزب مشر مني، چې د سولې په موخه له وسله‌والو طالبانو سره پراخې اړیکې لري.

د افغانستان د اسلامي حزب ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې ګوند یې د سولې خبرو ته د وسله‌والو طالبانو د هڅولو په موخه له دغې ډلې سره پراخې اړیکې لري.

ښاغلي حکمتیار چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، هغه مهال چې نوموړی د سولې له بهیر سره یو ځای شو، که په حکومت کې د طالبانو د منلو ظرفیت وی او خنډونه نه وی پیدا شوي، زیات شمیر وسله‌وال طالبان هم سولې ته حاضر وو.

که څه هم ښاغلي حکمتیار څرګنده نه کړه، چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په وړاندې کومې کړۍ خنډونه جوړوي، خو وې ویل "دا تماس په دې معنی چې موږ هغوی (طالبان) سولې ته رابلو، چې له سولې سره یوځای شئ. زه دومره ویلی شم، کوم تماسونه چې په همدې ارتباط حزب اسلامي یې له طالبانو او د هغوی له مختلفو ډلو سره لري، نه یې کوم بل سیاسي ګوند لري او نه یې دولت لري".

د اسلامي حزب مشر ټینګار وکړ، که دولت دې ته چمتو شي او په کې دا وړتیا پیدا شي، چې مخالفین او د هغوی شرایط ومني او ورته ډاډ ورکړي، چې راتګ یې د تسلیمیدو په معنی نه بلکې یوه پتمنه او عزتمنه سوله ممکن ده، اسلامي حزب په دې برخه کې رغنده او اغیزمن رول لوبولی شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د اسلامي حزب له منځګړيتوب څخه هرکلی کوي.

د دغې شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک امریکا غږ آشنا ته وویل "موږ د افغانستان له ټولو اقشارو، شخصیتونو، جهادي رهبرانو، مدني ټولنې، قومي مشرانو او علماو نه هیله کړې، چې د وساطت رول ولوبوي، دا چې د حزب اسلامي مشرتابه او جناب حکمتیار دغه وساطت لوبولی شي، موږ د هر افغان او هرې ډلې دغه وساطت ته هرکلی وایو، ترڅو چې بین‌الافغاني مذاکرات کامیاب شي".

افغان حکومت له دې وړاندې په وار وار طالبانو ته د سولې د خبرو د پیل بلنه ورکړې او د سولې عالي شورا چمتوالی ښودلی، چې د دغه بهیر د پیل لپاره په کابل کې طالبانو ته دفتر هم ورکوي، خو طالبانو تراوسه په دې برخه کې غبرګون نه دی ښودلی.

ښاغلي خپلواک وویل، که اسلامي حزب د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلیدو لپاره د منځګړیتوب وړتیا لري، افغان حکومت او د سولې عالي شورا چمتو ده، چې ورسره همکاري وکړي.

د سولې د عالي شورا دغه لوړپوړي چارواکي ټینګار وکړ، چې دغې شورا له طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د افغانستان په کچه اساسي کارونه پیل کړي، چې پر وینا یې په دې برخه کې ملي اجماع رامنځ ته شوې او په راتلونکې میاشت کې یې د سولې په تړاو د یو لوی کنفرانس تابیا نیولې ده.

XS
SM
MD
LG