د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د سولې کاروان د یوناما دفتر مخې ته پرلت پیل کړ


یوناما د هلمند د سولې د کاروان ننګه کړې ده
یوناما د هلمند د سولې د کاروان ننګه کړې ده

وروسته له هغې، چې وسله‌والو طالبانو د هلمند د سولې کاروان د غړو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ، د دغه کاروان غړو د یکشنبې په ورځ (مۍ ۲۴) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی (یوناما) دفتر مخې ته پرلت وکړ.

د دغه کاروان ویاند بسم‌الله وطندوست امریکا غږ ته وویل، چې دوی به په کابل کې د یوناما د دفتر مخې ته د دریو ورځو لپاره پرلت وکړي.

هغه وویل "له دوی (یوناما) څخه به زموږ دغه پوښتنه وي، چې په ۱۹۴۵ کې ستاسې بنسټ رامنځ ته شو ولې رامنځ ته شو؟ او بله دا چې دوی په اولسو کلونو کې په افغانستان کې د امن او ثبات لپاره څه کړي دي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې دوی ته راجع دي او دوی اړ دي، چې په دې اړه خپلو ولسونو ته معلومات ورکړي".

بسم‌الله وطندوست زیاته کړه، چې د یوناما له دفتر وروسته به دوی په کابل کې د امریکا، ایران، پاکستان او هندوستان د سفارتونو مخې ته هم ورته پرلتونه وکړي.

په همدې حال کې یوناما د هلمند د سولې د کاروان ننګه کړې او ویلي دي چې دروازې یې د اوربند د غځولو او افغانانو ترمنځ مذاکراتو د پیلولو لپاره خلاصې دي.

د هلمند د سولې کاروان وروسته له هغې په کابل کې د بهرنیو هیوادونو د استازولیو مخې ته د پرلت کولو پریکړه کړې، چې تیره ورځ وسله‌والو طالبانو د دغه کاروان د اوربند غوښتنه رد کړه.

له وسله‌والو طالبانو څخه د هلمند د سولې د کاروان د غړو په غوښتنو کې، سمدستي اوربند، د سولې لپاره د یو مرکز ټاکل، د ښکیلو خواو ترمنځ ګډ حکومت جوړول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهال‌ویش برابرول شامل دي.

د سولې دغه کاروان څه باندې یوه میاشت مخکې د اوو هلمندي ځوانانو په نوښت د سولې د غږ پورته کولو په موخه جوړ شو، چې وروسته بیا لسګونه نور کسان هم له دغه غوځښت سره یوځای شول.

د دغه کاروان غړو، د روان لمریز کال د غوايي په ۲۳مه له لښکرګاه څخه تر کابله پلی مزل پیل کړ او تیره اونۍ پلازمینې ته ورسیدل.

XS
SM
MD
LG