د لاس رسي وړ اتصالات

وطندوست: طالبانو د سولې د کاروان ۲۷غړي خوشې کړل


د هلمند د سولې کاروان وايي، چې وسله‌والو طالبانو د دغه کاروان ۲۷ غړي بیرته خوشې کړي دي.

دغه کاروان ادعا کړې وه چې طالبانو د سې‌شنبې په ورځ د ډیسمبر په ۲۴مه په فراه ولایت کې د دوی ۲۷ غړي له ځان سره بیولي وو.

د هلمند د سولې د کاروان ویاند بسم الله وطندوست د پنجشبنې په ورځ د ډیسمبر په ۲۶مه (مرغومي ۵مه) وویل: "د سولې ولسي حرکت ۲۷ تنه غړي چې ۴۵ ساعتونه وړاندې د فراه په مربوطاتو کې وسله‌والو طالبانو له ځان سره بیولي وو څو شیبې وړاندې خوشې کړي دي".

ښاغلي وطندوست زیاته کړه، چې د سولې د کاروان خوشې شوي ټول غړي روغ دي او د فراه ولایت مرکز ته روان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د سولې د کاروان د ۲۷ غړو نیول نه دي تائید کړي او نه یې هم د هغوی د خوشې کولو په اړه څه ویلي دي.

د هلمند د سولې دغه کاروان شاوخوا دوه اونۍ مخکې له لښکرګاه څخه هرات ته حرکت وکړ. کاروان پتېیلي وه چې له هرات وروسته بادغیس او غور ولایتونو ته ولاړ شي خو د یخ موسم له کبله یې خپل لوری بدل کړ او شمالي، مرکزي او جنوبي ولایتونو ته یې سفر پيل کړ.

یو ځل مخکې هم طالبانو د هلمند د موسا کلا په ولسوالۍ کې د دغه کاروان یو شمیر غړي نیولي وو چې بیا یې پرېښودل.

XS
SM
MD
LG