د لاس رسي وړ اتصالات

د سلیماني لور: د حزب الله ډله به له امریکا څخه زما د پلار غچ واخلي


زینب سلیماني د حزب الله له المنار تلویزون سره مرکه کړې ده
زینب سلیماني د حزب الله له المنار تلویزون سره مرکه کړې ده

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د وژل شوي مشر جنرال قاسم سلیماني لور زینب سلیماني ګواښ کړی دی چې د "پلار وینه به یې ضایعه" نشي.

زینب سلیماني د یکشنبې په ورځ (جنوري۵) د المنار تلویزون سره چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، په ځانګړې مرکې کې وویل: "متحده ایالتونه باید په دې پوه شي چې زما د پلار وینه به نه ضایع کیږي. (ناولی) ولسمشر دونالډ ټرمپ زما د پلار لاس ته راوړنې نشي ختمولی."

له المنار تلویزون سره په خپلې لنډې مرکې کې زینب سلیماني دا خبره هم وکړه چې ولسمشر ټرمپ دومره زړور نه و چې "زما پلار ته مخامخ درېدلی وای،" هغه یې له لېرې په میزایل وواژه.

هغې وویل: "مطمینه یم چې د حزب الله مشر حسن نصرالله به زما د پلار د مرګ غچ واخلي."

د پنجشنبې په ورځ امریکایي ډرون الوتکو د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني وواژه، امریکایي چارواکي هغه په سیمه کې د امریکایانو په وژلو او نا امنیو په پارولو تورنوي. ولسمشر ټرمپ هغه تر ټولو لوی تروریست بللی دی.

د هغه مړی هم تهران ته رسول شوی دی چې خاورو ته وسپارل شي. اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د حکومت مشران راټولیږي چې له اتومي تړون څخه د وتلو پر لارو چارو وغږیږي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي خبریالانو ته ویلي دي چې له تړون څخه د ایران د وتلو اقدام به تر "پلان شوي اقدام ډېر لوی" وي خو نور جزییات یې ورنکړل.

ایران تر دې مخکې هم د دغه تړون ځینې برخې له پامه غورځولې وې. په ۲۰۱۵ امریکا او د نړۍ زبر ځواکونو له ایران سره اتومي تړون وکړ، د تړون له مخې ایران ژمنه کړې وه چې خپل اتومي پروګرام وځنډوي او په بدل کې په ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېرې کړل شي. خو ولسمشر ټرمپ له دغه تړون ووت او وايي چې دا تړون نیمګړی دی.

بلخوا د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب ویلي دي چې هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ ستونزه کابو شي.

XS
SM
MD
LG