د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: امریکا او اروپا چې اټومي وسلې نابودې کړي، بیا مذاکره کوو


د ایران بالستیک میزایل
د ایران بالستیک میزایل

ایران د شنبې په ورځ وویل تر څو چې امریکا او اروپایي هیوادونو خپلې اټومي وسلې نه وي له منځه وړي، تهران به د خپلو بالستیک توغندیو د پروگرام په هکله مذاکره ونکړي.

د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره له اټومي موافقې وروسته ایران موافقه وکړه چې خپل اټومي پروگرام به محدود کړي او ل د سوله ییزو مقصدونو لپاره ترې کار واخلي، خو ایراني مقاماتو په وار وار ویلي دي چې د بالستیک میزایلو د پروگرام په هکله مذاکره نه کوي.

لویدیځ هیوادونه په ځانگړې توگه د امریکا متحده ایالات او اروپایي هیوادونو په وار وار د ایران د بالستیک میزایلو ازمیښتونه غندلي او ویلي یې دي چې تهران په دې کار سره د سیمې ثبات گواښي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا، د پوځ د یو ویاند مسعود جزایري له خولې رپوټ ورکړی چې "د ایران د بالستیک میزایلو د پروگرام په اړه د مذاکرې شرایط دا دي چې د امریکا او اروپا ټولې اټومي وسلې او اوږد واټن ویشتونکي میزایل تخریب شي."

د ۵+۱ هیوادونو سره د موافقې وروسته چې متحده ایالات، روسیه، چین، بریتانیا، فرانسه او جرمني په کې شامل دي، تهران څو ځلې خپل منځنی واټن ویشتونکي میزایل ازمایلي دي چې دغه کار نړیوال په ځانگړې توگه د امریکا سخت غبرگون وپاروه.

ایراني مقاماتو ویلي چې د بالستیک میزایلو پروگرام یې دفاعي بڼه لري او د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې برخه نده.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک چې د ایران اټومي موافقه یې عملي کړه، تهران د اټومي کوپړۍ لیږدونکو میزایلو له ازمایلو څخه منع شوی دی.

د ایران د بالستیک میزایلو د پروگرام په اړه ایراني مقامات په داسې حال کې څرگندونې کوي چې اروپایي قدرتونو د ایران سره په منځني ختیځ کې د هغه هیواد د رول په اړه خبرې پیل کړي دي.

ټاکل شوې چې ایراني او اروپایي مقامات د مارچ په میاشت کې بیا سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG