د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له نړیوال اټومي تړون څخه ووت


په اراک کې د ایران اټومي بټۍ
په اراک کې د ایران اټومي بټۍ

ایران د خپل اټومي پروګرام په تړاو د ۲۰۱۵ کال له نړیوال تړون (JCPA) څخه د وتلو اعلان کړی دی.

د ایران حکومت په یو بیان کې ویلي، چې له دې وروسته د خپل اټومي پروګرام په تړاو کړو ژمنو ته پابند نه دی او د یورانیمو په غني کولو کې خلاص مټ لري.

په بیان کې راغلي: "ایران د خپلو ژمنو د کمولو لپاره په پنځم ګام کې، په "برجام" کې د خپلو عملیاتي محدودیتونو وروستي کلیدي مورد (د سانتریفیوژنونو په شمېر کې محدودیت) ته شا کوي او په دې سره د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي پروګرام په عملیاتي برخه کې (د غني کولو ظرفیت، د غني کولو فیصدي، د غني شویو موادو کچه، تحقیق او پراختیا) له هیڅ محدودیت سره مخامخ نه دی او له دې وروسته به د ایران اټومي پروګرام، د خپلو فني اړتیاو په اساس پرمخ ځي".

د لویدیځ سره د JCPA اټومی توافق چې ایران یې (برجام) بولي، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو هیوادونو، اروپايي ټولنې، جرمني او ایران ورباندې بحثونه پیل کړل او په ۲۰۱۵ کې ښکیلو خواو ورباندې توافق وکړ.

د دغه تړون په اساس د ایران پر اټومي پروګرام باندې یو لړ محدودیتونه وضع شول، چې په مراعتولو سره به یې ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، اروپايي ټولنې او امریکا له لګېدلو بندیزونو څخه خلاص شي.

ایران له دغه اټومي تړون څخه د وتلو پریکړه وروسته له هغې کوي، چې د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې حساس پړاو ته رسېدلي دي.

خو ایران ویلي، چې د اټومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره به همکاریو ته دوام ورکړي او کله چې پر ایران لگیدلي بندیزون لرې شي او ایران د اټومي توافق د موادو نه برخمن شي دغه توافق ته به بیرته ژمن شي.

XS
SM
MD
LG