د لاس رسي وړ اتصالات

غني له عمران‌خان سره پر سولې او امنیت غږېږي


ارګ وايي، چې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د روانې اونۍ په وروستیو کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه هغه هیواد ته سفر کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري رسنیو ته په یوې استول شوې ویډیو کې ویلي، په دې سفر کې به د دواړو هیوادونو مشران په څلورو مسلو خبرې وکړي.

د ښاغلي چخانسوري پر وینا، دواړه خواوې د سولې، امنیت او یو لړ اقتصادي مسلو لکه، سیمه‌ییز اتصال، سوداګري، ترانزیت او په افغانستان کې د پانګونې پر سر غږېږي.

هغه زیاته کړې ده: "د افغانستان حکومت، خلک او نړیوال اوس دې ته آماده دي تر څو ۴۰ کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي او باید ولیدل شي، چې د منطقې هیوادونه، خصوصاً پاکستان په دې برخه کې څومره آمادګي لري او څه رقم همکاري کولی شي".

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د همدې اونۍ په اوږدو کې یو شمیر پخوانيو جهادي مشرانو او سیاسي څيرو د پاکستان په لاهور کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني چارواکو په دې غونډه کې یو ځل بیا له افغانستان سره د همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اسلا‌م‌آباد په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له کابل سره مرسته کوي.

پاکستاني چارواکو دغه راز د دواړو هیوادونو تر منځ د بې‌اعتمادۍ د فضا پر له منځه وړلو ټینګار کړی.

XS
SM
MD
LG