د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: انتخاباتو ته خوشبینه نه یم او دا افغانستان ته دسیسه ګڼم


د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی وايي، چې د سولې له توافق مخکې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کول د افغانستان په زیان دي.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په ورځ (زمري ۱۰مه) خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو واک له بهرنیانو سره دی او له همدې کبله یې مخالف دی.

هغه زیاته کړه: "انتخاباتو ته په هیڅ عنوان زه خوشبینه نه یم، بلکې دا افغانستان ته یوه دسیسه بولم".

ښاغلي کرزي وویل، چې د ډیموکراسۍ د یو اصل په توګه انتخاباتو ته درناوی لري، خو دا پروسه به هغه مهال مثبته نتیجه ورکړي، چې د انتخاباتو واک د افغانانو په لاس کې وي.

ښاغلي کرزي ټینګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې باید د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي او هڅه وشي ترڅو لومړی د سولې خبرې بریا ته ورسیږي.

هغه د اوسني حکومت د کار پر دوام ټینګار وکړ او وې ویل، له طالبانو سره د سولې له توافق وروسته دې انتخابات ترسره شي.

افغان حکومت تر اوسه د ښاغلي کرزي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په چارو کې د بهرنیانو مداخله رد کړه.

د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق‌پرست امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې له دغه کمیسیون څخه د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ د انتخاباتو د رهبري کولو په معنی نه ده.

هغه زیاته کړه: "هر لوری چې د کمیسیون د خپلواکۍ په اړه خبرې کوي، ډيره مهمه ده چې یو سند هم وړاندې کړي، چې په کوم اساس بهرنیان د کمیسیون رهبري په واک کې لري، ډیره مهمه ده چې د دې مسلې په اړه هغوی وضاحت ورکړي".

ښاغلي حق‌پرست وویل، چې دا ډول څرګندونې پر انتخاباتو د خلکو باور ته زیان رسوي او له ټولو اړخونو او سیاسي شخصیتونو څخه یې وغوښتل، چې له اسنادو پرته د انتخاباتو د کمیسیون د خپلواکۍ په تړاو له څرګندونو ډډه وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې له څو ورځو راهیسې د جمهوري ریاست د کاندیدانو تر منځ انتخاباتي کمپاینونه پیل شوي او افغان حکومت ټینګار کړی، چې دا انتخابات به په ټاکلي وخت (تلې ۶مه) کیږي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس د سولې وروستیو هڅو ته په اشارې وویل، امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره تفاهم ته رسیدلی او ټاکل شوې چې له دواړو خواو سره دوه جلا اعلامیې لاسلیک کړي.

حامد کرزي د سولې په پروسه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ونډه مهمه وبلله او وې ویل، چې د سولې پروسې د افغاني کېدو لپاره باید چین او روسیه له امریکا سره اوږه په اوږه په دې بهیر کې ښکیل شي.

XS
SM
MD
LG