د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: د کابل بریدونه د سولې پروسې د سبوتاژ لپاره ترسره شول


د افغانستان د سولې عالي شورا مشر وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې ځینې کړۍ په دغه هیواد کې د جګړې اور ته لمن وهي او هڅه کوي، چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د سه شنبه په ورځ (فبروري ۲۰) د ۳۴ ولایتونو د قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو او د ولایتي شورا غړو په ګډون درېیمه مشورتي غونډه جوړه کړه.

د دغې شورا مشر محمد کریم خلیلي غونډې ته وویل، افغانان د جګړې د پاي ته رسولو لپاره یوې اجماع ته رسیدلي دي او دا ډول مشورتي ناستې د سولې په راوستلو کې اغیزمن رول لرلای شي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه، دغه مشورتي ناسته د هغو کړیو لپاره لوی خطر دی، چې غواړي د سولې پروسه ټکنۍ کړي.

هغه وویل "د سولې مخالفینو چې تر ډیره یې له بهر څخه الهام اخیسته هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي دغه ناسته چې نن یې تاسو شاهدان یاست د ډیرو له نظره ساده معلومیږي خو د هغوې له نظره چې د سولې مخالفین دي او زموږ او ستاسو د مشورو او راټولیدو مخالفین دي هغوې ته ډیر لوې خطر دی چې له سولې ډاریږي او په افغانستان کې د جګړې د دوام غوښتونکي دي".

ښاغلي خلیلي وویل هغه کسان چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي د سوله غوښتونکو خلکو ذهنیتونه تخریبوي او د جګړې اور ته لمن وهي.

د ښاغلي خلیلي پر وینا، هغوی چې فکر کوي د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له لارې به بریالي شي، غلطې لارې ته سوق شوي دي.

د سولې د عالي شورا د دار الانشا مشر محمد اکرم خپلواک د دغې ناستې د موخو په اړه وویل، چې دوی به له دغو مشرانو سره د سولې د خنډونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړي او نتایج به یې افغان حکومت ته وړاندې کړي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه له دغې ناستې څخه وروسته به قومي مشران د کلیو او بانډو، ولسوالیو او ولایتونو په کچه د سولې په خبرو اترو کې منځګړیتوب وکړي.

ښاغلي خپلواک پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه د افغانستان د ستونزې د حل لاره نده بلکې افغاني مذاکرات له بحران څخه د افغانستان د وتلو یوازینې لار ده.

ښاغلي خپلواک په دې ناسته کې قومي مشرانو ته په خطاب وویل "طالبانو ویلي وه او تاسو قضاوت وکړئ چې د بهرنیو په وتلو په افغانستان کې سوله راولي دوه کاله مخکې، ټول دلته مشران دي آیا نوي فیصده د افغانستان له ټولو ولسوالیو څخه بهرنۍ قواوې ووتلې که نه، نو ولې بیرته جنګ تشدید پیدا کړ نو که دوې په خپله خبره کې صادق وي ولې په فراه،ارزوګان،زابل ،فاریاب ،کندز او بدخشان کې چې هیڅ خارجي قواوې نه وې جنګ شروع شو دوې چې دا وایي او د خدای تعالی امر دی هغه څه مه وایې چې نه یې شې تر سره کولای هغه خبره وکړئ چې عملي کولای شئ نو تاسو مشران په هر طریقه چې د باور فضا او د اعتماد فضا رامنځ ته کولای شئ چې موږ افغانان چې د اسلامي احکامو په رڼا کې او هم د وطن د عنعناتو په رڼا کې دې سولې ته ورسیږو".

ښاغلي خپلواک زیاته کړه، راتلونکې اونۍ د کابل پروسې دویم کنفرانس هم جوړیږي، چې په کې به د سولې په تړاو د سیمې په کچه د یوې اجماع په رامنځ ته کولو خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG