د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد له طالبانو سره روان مذاکرات ګټور وبلل


په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرو درې ورځې دوام وکړ
په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرو درې ورځې دوام وکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې له طالب استازو سره درې ورځنۍ خبرې ګټورې وبللې.

هغه وايي د دواړو خواوو ترمنځ به د خبرو دا لړۍ را روانه شنبه (مارچ۲) له سره پیل شي.

ښاغلی خلیلزادا وايي چې په ځینو مسایلو باندې د سلا مشورو د اخیستو لپاره دا خبرې د څو ورځو لپاره ځنډول شوې دي.

زلمي خلیلزاد نن د پنجشنبې په ورځ (کب/حوت ۹مه) په خپل ټویټر کې لیکلي "دواړه لوري به په راتلونکو دوو ورځو کې خپلمنځي بحثونه وکړي او له منظمو پلانونو سره به د شنبې په ورځ بیا سره راټول شي. ټول څلور مهم مسایل لا هم د میز پر سر پاتې دي".

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالی، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او په افغانستان کې اوربندد د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو د بحث اساسي موضوعات دي.

د ښاغلي خلیلزاد پر وینا، لکه څنګه چې په دوحه کې خبرې روانې دي، په کابل کې هم د یوې ملي ډلې په جوړولو کې پرمختګونه شوي، ترڅو له طالبانو سره په خبرو کې ګډون وکړي.

طالبانو هم په یو بیان کې ویلي، چې په دغو درې ورځینیو مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارولو پر سر خبرې وشوې، چې پرون ماښام پای ته ورسېدې.

په بیان کې راغلي "نن او سبا به دواړه مذاکراتي ټیمونه په خپل منځ کې مشورې او د دریمې ورځې بیا ناستې لپاره تیاری کوي، راتلونکې غونډه به دوه ورځې بعد د شنبې په ورځ دایرېږي".

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا بیان په خپل ټویټر پاڼه خپور کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوحې د غونډې په څنډه کې د قطر له صدراعظم، بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ میلر سره هم لیدلي دي.

د افغان سولې په تړوا د امریکايي پلاوي‌ او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو غونډه د تیرې دوشنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوه.

افغان حکومت هیله څرګنده کړې، چې په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو مذاکرات، د سولې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG