د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیزیا پاچا چې د ښځې لپاره یې پاچاهي پریښې وه، ښځه یې پریښوده


د مالیزیا باچا سلطان محمد چې د روسیې د حسن د ملکې سره یې د واده لپاره د باچاهۍ تخت پرېښودی و، د واده نه سم یو کال وروسته یې خپلې ښځې ته طلاق ورکړبدی،

پاچا سلطان محمد چې پنځوس کلنۍ کې یې د یوې ٢٥ کلنې روسۍ نجونې سره واده کړی و، د ماشوم د ځیگیدو نه دوه میاشتې وروسته د ښځې نه بیل شویدی او رپورټونه وایي چې هغه خپلې میرمنې ته طلاق ورکړیدی.

د برتانیې د انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي چې د پخواني پاچا وکیل کوتین هوا ورته د طلاق رپورټونه تائید کړیدي. وکیل دا هم ویلي دي چې د جون په میاشت کې د طلاق قضیه د سنگاپور په یوې محکمې کې پیل شوي وه چې د جولایي په ٢٢ سر ته ورسیده.

د پنځوس کلن پاچا سره د واده لپاره روسۍ نجونې اوکسانا اسلام هم قبول کړ و او اسلامي نوم یې ریحانه اوکسانه و. هغې به په خپل انسټگرام اکثر خپل او د خپل میړه عکسونه شریکول.

XS
SM
MD
LG