د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: د افغانستان د سولې بهیر کې نور ځنډ د منلو وړ ندی


د مسکو کنفرانس
د مسکو کنفرانس

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن پنجشنبه د مارچ په ۱۸ (ګب ۲۸) د افغانستان د سولې په اړوند د مسکو په غونډه کې وویل چې د افغانستان د سولې مذاکرات باید له دې زیات له ځنډ سره مخامخ نشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف زیاته کړه چې په خطرناک سیاسي-پوځي وضعیت کې "نور ځنډ د منلو وړ ندی".

ښاغلي لاوروف هیله څرګنده کړه چې د مسکو نننۍ غونډه وکړای شي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پرمختګ شرایط برابر کړي.

د افغانستان د سولې د مذاکراتو په کوربتوب سره روسیه هیله منه ده چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو د ضرب الاجل په رانږدې کیدو سره وکړای شي چې د افغانستان د شخړې په حل کولو کې مثبت رول ولوبوي.

د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې له مخې د امریکا متحده ایالات او ناټو باید خپل ټول ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د می د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه وباسي؛ هغه بهیر چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره ورځ "ستونزمن" وګاڼه.

واشنګټن هڅه کوي د افغانستان د سولې بهیر بیا روان شي او د افغانستان حکومت او طالبان پدې هیواد کې د واک په شراکت سره موافقه وکړي.

کرملین چې په ۱۹۸۹ کې د افغانستان د اشغال وروسته خپل ځواکونه له دې هیواد څخه وایستل، تیره اونۍ یې د واشنګټن له نوښت څخه ملاتړ وکړ چې غواړي په افغانستان کې د طالبانو په ګډون یو موقت حکومت رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG