د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د سولې د زمینې برابرولو لپاره افغانستان کې حضور لرو


په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو په اړه د امریکا له پرله پسې خبرداریو وروسته، ناټو هم د نړېوال تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو ټینګار کړی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، چې د چهارشنبې په ورځ یې په بروکسل کې د سپټامبر د یولسمې قُربانیانو په یاد غونډه کې وینا کوله وویل، ناټو او همکاران به یې افغان نظامیانو ته د روزنې او مشورې ورکولو ته دوام ورکړي، ترڅو هغوی له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې لا پیاوړي شي.

هغه زیاته کړه: "هلته (افغانستان) کې زموږ د ځواکونو حضور د سولې د زمینې برابرولو لپاره دی، خو د سولې لاره اوږده او سخته ده".

د ناټو عمومي منشي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې د ځپلو لپاره د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات په بې‌ساري ډول زیات شوي او د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د دغې ډلې ځپلو ته به دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د ترهګرو له موجودیت څخه د ولایتونو د پاکولو لپاره یې نوی پلان ترتیب کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د دغه پلان په اساس، د ترهګرو له موجودیت څخه د هر ولایت له پاکولو وروسته به تر وروستي پړاوه د دولت ضد جنګیالي تعقیب او له منځه یوړل شي.

د ښاغلي امان پر وینا، د دغه پلان تطبیق د بدخشان له ولایت څخه پیل شوی دی، چې په نتیجه کې یې درې ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له موجودیت څخه پاکې شوې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د دولت د مخالفو وسله‌والو د ځپلو لپاره ۱۶ ځمکني او هوايي عملیات کړي.

که څه هم تر اوسه په دغو عملیاتو کې طالبانو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمیرې نه دي وړاندې شوي، خو د دفاع وزارت وايي، چې په وروستیو عملیاتو کې د پخوا په پرتله د طالبانو د تلفاتو کچه ۶۳ فیصده زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG